د هوایي ډګر انتظارخونې ته لاړم، څو یو څه ولولم. ډېره ګڼه ګوڼه وه. د خلکو موبایلونو ته پرله پسې زنګونه راتلل. (د زنګونو غږ ډېر بد لګېده، اوس مې هم چې کله را په یاد شي، د شپې مې له خوبه را ویښوي.) خلکو په لوړ غږ په موبایلونو کې خبرې کولې. یو مسافر په خپل لاسي الکتروني ګېم کې له غوږیو پرته لوبه کوله، موږ ټولو د هغه د ډزو او له ښامارانو سره د جنګ اواز اورېد. په ډېر لوړ غږ یې خپل ګېم کاوه. په حقیقت کې خندوونکې هم وه. د نړیوال درناوي عبارت مې له خپل موبایل څخه پاک کړ، ځکه چې د دې موضوع مراعاتول نه و. وروسته په الوتکه کې د کېناستو لپاره د تیارېدو ځای ته لاړم. شور ماشور، ګڼه ګوڼه او لا ډېر شور ماشور. دری لوی ټلوېزیونونه پر دېوال باندې نصب شوي وو. اوازونه یې تر لسمې درجې لوړ وو. هېچا د ټلوېزیون د لیدلو حوصله نه درلوده، یوازې د ټلوېزیون لوړ غږ د خلکو اعصاب خرابول. یو ځل بیا هماغه ګېم کوونکی را پیدا شو. زه د ټکنالوژۍ ستاینه کوم. موږ ته د غوره کار کولو او ښه ژوند کولو امکانات راکوي؛ خو که سمه ګټه ترې واخیستل شي.