په نړۍ کې هېڅوک بې ګټې نه دي پیدا شوي او د هر چا ژوند خپل ځانګړی مقصد او موخه لري. په ماشومتوب کې پر دې حقیقتونو پوهېدو. په همدې خاطر مو خوبونه او هیلې درلودل. موږ د خپلو هیلو او خوبونو غوښتونکي وو او غوښتل مو چې خپل خوبونه رښتیا کړو. ځکه خو مو په بې باکۍ سره ژوند کاوه. له هیلو ډک ژوند مو وکړ او د لویانو پر کاروان ور ګډ شوو، ورو ورو له خپل اصلي طبیعت څخه لرې شوو او پوهه مو ورکه کړه.
ډېری کسان کله چې لوی شي خپلې هیلې هېروي. دوی غواړي یو نواخته ژوند وکړي، خپلې پلټنې دروي، له دې څخه وروسته یې موخه د عظمت او لویوالي لاسته راوړل نه وي او حقیقت ویلو ته د پای ټکی ږدي. هغه ډالۍ چې موږ ته راکړل شوې ده او نوم یې ژوند دی، په کمه سترګه ورته ګورو، په داسې حال کې چې موږ د غوره ډالیو مستحق یو. معمولي انسانان کولای شي چې لوی او د پام وړ کارونه وکړي. خو که یوازې دې موضوع ته پام وکړي؛ چې څوک دی؟ له کوم ځای څخه راغلی دی؟ دې څه لپاره راغلی؟ مسوولیت یې څه دی او چېرته به ځي؟