په دې وروستیو کې یو ځل بیا د پلازمېنې کابل په ګډون، د هېواد په ډېرو سیمو کې د جنایي پېښو زیاتوالی هغه ستونزه ده چې د خلکو عادي ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی. په ځینو سیمو کې دا ستونزه د هېوادوالو د مالونو لوټولو، سوداګریزو بوختیاوو ودرېدو او آن د ښاریانو د ژوند په بیه تمامیږي. په دې تحلیل کې مو د جنایي پېښو پر لاملونو، د اړوندو ادارو او ټولنو پر مسوولیتونو او د کورنیو چارو وزارت د راتلونکو پلانونو او پر هغو حللارو شننه کړې چې کولی شي د یادو ناوړه پېښو ګراف په اغېزناکه توګه راښکته کړي.
ولې جنایي پېښې تر سره کېږي؟
د نړۍ په سطحه په مختلفو هېوادونو کې جنایي پېښې د هغو ستونزو په توګه یادیږي، کومې چې د مختلفو ټولنو وګړو عادي ژوند له خطر سره مخ کوي، سوداګریزې بوختیاوې ټکنۍ کوي او په ټوله کې د یوې ټولنې هر اړخیز امنیت له خنډ سره مخ کوي.
په افریقا، اروپا او آسیايي هېوادونو کې د جنایي پېښو تر سره کېدل، د هغې ننګوونکې ستونزې په توګه پېژندل کېږي چې هر کال په زرګونو شمېر کسان د جنايي پېښو په پایله کې لوټل کېږي، ټپیان کېږي او تر دې چې ځینې یې وژل کېږي.
په همدې بنسټ، په ۲۰۱۶ ز کال کې د ملګرو ملتونو هبیتات پروګرام له مخې، په راتلونکو شلو کلونو کې د هېوادونو مشران باید د خلکو پر وړاندې د خوندي ښارونو په چمتو کولو او برابرولو کې ستره ونډه ولوبوي او د خوندي ښارونو موضوع د یاد کال ناستې اجنډا د اړینې موضوع په توګه د هېوادونو د مشرانو تر منځ تر بحث لاندې ونیول شوه.
د هبیتات پروګرام د خوندي ښارونو تر بحث را پورته کېدو وروسته، په زیاتره افریقايي هېوادونو کې د جنایي پېښو ګراف په را ښکته کېدو دی او لامل یې په یادو هېوادونو کې د ښاروالیو له خوا د هبیتات خوندي ښارونو پلان په اغېزناکه توګه پلي کول دي.
د معلوماتو له مخې، په تېرو شلو کلونو کې د نړۍ په کچه ۵۰ سلنه خلک په ښارونو کې میشت شوي دي او په اوسط ډول هره میاشت په نړۍ کې پنځه میلیونه خلک ښارونو ته کډه کېږي او ښاري ژوند غوره کوي، چې له دې ډلې څخه ۹۵ سلنه خلک چې ښاري ژوند غوره کوي، د مخ پر ودې هېوادونو وګړي دي.
د لومړنیو آسانتیاوو لکه صحي برخې کې آسانتیاوو، خواړو، عامه ترانسپورټ کوم چې د يو ښار او سیمې لپاره د ملا د تیر حیثیت لري او د امنیت په برخه کې د پولیسو کموالی او یا نشتوالی هغه لاملونه دي چې جنایي پېښو تر سره کېدو ته په مستقیمه توګه لاره هواروي. له دې پرته، ټولنیز ظلم، اقتصادي ستونزې، بېکاري او داسې نور د هغو ستونزو په توګه یادیږي، چې کولی شي په یوه ټولنه کې د جنايي پېښو تر سره کېدو لامل شي.
په افغانستان کې د جنایي پېښو لاملونه
له روانو څو لسیزو جګړو پرته یوه بله ستونزه چې د هېواد په کچه خلک ترې کړېږي، هغه د جنايي پېښو زیاتوالی دی. په افغانستان کې د جنایي پېښو زیاتوالي لاملونه هم څرګند دي، چې له هغې ډلې څخه د هېواد اقتصادي وضعیت کمزورتیا او د بېکارۍ کچې لوړتیا تر څنګ، د مافیايي کړیو شتون، د جګړې اوږدېدل او پر نشه یي توکو د روږدو کسانو زیاتوالی او د عامه پوهاوي کموالی یادولی شو.
یوه لویه ستونزه چې په هېواد کې یې د جنايي پېښو له زیاتوالي سره نیغ په نیغه مرسته کړې، هغه یوازې پر امنیتي ادارو د خلکو تکیه ده. په داسې حال کې چې له امنیتي ادارو پرته مدني ټولنې، د سیمو مشران او سپین ږيري او علماء کرام هم د جنايي پېښو پر وړاندې مسوولیت لري چې باید تر سره یې کړي.
افغانستان چې د نفوس ډېره برخه یې ځوان قشر نیسي او ډېری ځوانان د کاري بوختیاوو نه پیدا کېدو په اړه کړیږي، اړ دی څو له هغو بانډونو او مافیايي کړیو سره یو ځای شي، کوم چې په لویو ښارونو کې جنايي پېښې تر سره کوي.
که چېرته د هېواد امنیتي وضعیت بدلون ومومي او د سولې راتللو ته لار هواره شي، نو لرې نه ده چې ځوان قشر ته په پراخه کچه کاري بوختیاوې پیدا شي او دا کار کولی شي د جنايي پېښو په را کمولو کې ستره ونډه ولوبوي.
د کابل په ګډون، د هېواد د نورو ولایتونو مرکزونو په پرتله د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د جګړې پراخوالی او هلته د ژوند لومړنیو آسانتیاوو نشتون په وجه د ډېرو ولایتونو وګړي یا پلازمېنې کابل ته کډه شوي او یا د ولایتونو په مرکزونو کې میشت دي. په غیر مستقیمه توګه په ښارونو کې د خلکو میشت کېدل، د ښاري سیسټم، عامه ټرانسپورټ او په ښارونو کې د کورونو د ادرسونو او پټو نشتوالی نورې هغه ستونزې دي چې د هېواد په ډېرو سیمو کې یې د جنايي پېښو له زیاتوالي سره مرسته کړې ده.
د جنایي پېښو په مخنیوي کې د اړوندو ادارو همغږي او ونډه
بل خوا د ولس استازو او امنیتي ادارو تر منځ د همغږۍ نشتون او بې باوري د جنايي پېښو زیاتوالي لامل شوي. که څه هم د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي د جنایي پېښو ګراف راښکته کېدو لپاره د خپلې ادارې وروستۍ لاس ته راوړنې او د راتلونکو پلانونو په اړه وايي چې تر اوسه یې د حوزو په بڼه د پراخه جنايي پېښو تر سره کوونکې شبکې کشف کړې او تر زیاتې اندازې یې له منځه وړي دي. په امنیتي ادارو کې د ګومارنو لپاره د ۴۵ پړاوونو تر سره کېدو ته اړتیا ده، چې په راتلونکي کې به یاد پړاوونه شپږو ته را ښکته شي او د مدني ټولنو او عامو خلکو ته به هم پکې ځای ورکړل شي او په راتلونکي کې به د عامو خلکو، د سیمو مشرانو او ملکانو تر څنګ، له علماء کرامو سره همغږي، ناستې او د هغوی مرسته تر لاسه کړي. د ۱۸ کلونو په شاوخوا کې د هغو ځوانانو په اړه له مختلفو کورنیو سره ناستې او د یادو کورنیو مرسته تر لاسه کول چې کم عمره ځوانان او اولادونه یې چاقو، بکس پنجه او نورو تخریبي آلاتو ګرځوي او له دې آلاتو څخه د ځوانانو راګرځولو لپاره به په تعلیمي ادارو کې هم د عامه پوهاوي په برخه کې مختلف پروګرامونه تر سره کړي او په راتلونکو څو میاشتو کې به د کابل ټولو حوزو مشران بدل کړي.
که چېرته رښتیا هم د امنیتي ادارو او د ولسي جرګې استازو تر منځ دغسې بې باورۍ او د مافیايي کړیو لاسنیوی دوام لري، نو پر جنايي پېښو د ککړو کسانو نیولو کمپاین به یوازې د تېر په څېر یو شعار پاتې شي. د دې لپاره چې په رښتینې توګه د جنايي پېښو کچه را ښکته شي، اړینه ده څو ټول لوري او په ځانګړې توګه د ولسي جرګې استازي نه یوازې دا چې د امنیتي ادارو پاملرنه د جنايي پېښو را ښکته کولو خوا ته راواړوي، بلکې له امنیتي ادارو سره د هغو کسانو په پیدا کولو کې هم مرسته تر سره کړي، څوک چې د عامو وګړو پر وړاندې جنايي پېښې تر سره کوي.
پایله او سپارښتنې
جنايي پېښې چې په وروستیو کې یې په عام ډول د هېواد په کچه او په ځانګړې توګه د پلازمېنې کابل اوسیدونکي له پراخه وېرې سره مخ کړي، اړینه ده څو حکومت ټولې اړوندې ادارې د یادو پېښو راکمولو ته په جدي توګه متوجه کړي. تر ټول د مخه د روانې جګړې ټول لوري باید د جګړې پای ته رسېدو لپاره خپلې هلې ځلې زیاتې کړي، څو سولې ته لاره هواره شي کوم چې د جنايي پېښو په کموالي کې په اغېزناکه توګه ونډه لري. تر دې ورهاخوا، له جنایي پېښو سره مبارزه یوازې د کورنیو چارو وزارت کار هم نه دی، بلکې ډېری ملي ادارې باید په دې اړه خپل کوښښونه وکړي. له هغې ډلې څخه:
څېړنو ښودلې چې د ښوونځي دورې تر پیلېدو وړاندې او د ښوونځي په ابتدایي دوره کې د کورنیو له خوا د کوچنیانو ښه روزنه کولی شي، چې د جنايي پېښو کچې په راښکته کولو کې ستره او اغېزناکه ونډه ولري، چې باید کورنۍ دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
د ټولنې مالداره قشر باید د بېوزله کسانو مالي لاسنیوی وکړي. د دې کار په تر سره کېدو سره به له یوې خوا د الله تعالی حکم چې زکات ورکول دي، تر سره کړی وي او له بلې خوا دا کار په راتلونکي کې د هغوی او د هغوی د اولادونو او دوستانو ژوند ژغورلی او خوندي کولی شي.
د مسجدونو امامان، د ښوونځیو او پوهنتونونو استادان، رسنۍ او په ځانګړې توګه کورنۍ کولی شي څو ځوانان د مخدره توکو له استعمال څخه راوګرځوي او د مخدره توکو له منځه وړلو په مبارزه کې خپله ونډه ولوبوي.
د عامه ټرانسپورټ اسانتیاوو رامنځ ته کول، ځکه زیاتره جنايي پېښې د عامه ټرانسپورټ د نشتون په وجه په شخصي موټرونو کې رامنځ ته کېږي.
د هېواد د ټولو ولایتونو په سطحه ښاروالۍ باید د جنايي پېښو را ښکته کېدو په اړه هر اړخیز پلانونه ولري. څېړنو ښودلې چې په سویډن هېواد کې د جنايي پېښو را ښکته کولو کې ښاروالیو ۶۰ سلنې ونډه لرلې ده.
د عدلي او قضايي سیسټم د اغېزمنتیا لپاره کار کول او د مختلفو ادارو تر منځ همغږۍ هم کولی شي په اغېزناکه توګه جنايي پېښې راښکته کړي.
د هېواد د ټولو وګړو له لوري د الکترونیکي پېژندپاڼو تر لاسه کول، کوم چې د مجرمینو په پېژندلو کې مرسته کولی شي. همدارنګه د ښاروالیو له خوا د کورونو دقیق ادرسونه نه رامنځ ته کول، څو امنیتي ادارې پر وخت او په آسانه توګه د جنايي پېښو پر وړاندې د ژغورنې کړنې تر سره کړي.
هغه کسان چې د جنايي پېښو په تړاو نیول شوي، هغوی ته د بند په موده کې د سمې روزنې پروګرامونه برابرول، څو په راتلونکي کې د یادو ناوړه پېښو له تر سره کېدو څخه وژغورل شي.
کورنۍ او د ښوونځي استادان کولی شي د کوچنیانو او ځوانانو په اخلاقي او تربیتي روزنه کې ښه ونډه ولري. داسې چې په کوچنیانو او ځوانانو کې له الله جل جلا له څخه وېره او د ناوړه کارونو نه تر سره کې دو پیغام هغوی ته په ښه او سمه توګه ورسوي.
رسنۍ باید د هغو سریالونو او فلمونو خپرولو څخه منع او راوګرځول شي، کوم چې د کوچنیانو او ځوانانو په ناسمه روزنه کې ونډه لرلی شي.