مخکې له دې چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې پیل شي، د بهرنیانو له خوا نیوکه کېدله چې د قطر سیاسي دفتر ډېر واک نه لري، طالب مشرانو په لومړنۍ لیدنه کې مخامخ خلیلزاد او جنرال میلر ته روښانه کړه، چې د سولې مذاکراتو خبرو واک د طالبانو د قطر سیاسي دفتر سره تړاو لري.
په دویم قدم کې طالبانو د بهرنیانو د اندېښنو او بې باوريو له منځه وړلو لپاره د قطر دفتر لپاره د ملا برادر اخوند ګومارنه داسې مهال وکړه، چې لا هم بهرنیانو د قطر سیاسي دفتر په اړه د واک د محدودتیا اندېښنې درلودلې.
له هغه وروسته امریکایي لوري او طالبانو توافق وکړ چې د سولې مذاکراتو لپاره به طالبان او افغان سیاستوال + حکومت مذاکراتي ډلې جوړوي، طالبانو په ډېر لږ وخت کې د خپلې قوي مذاکراتي ډلې نومونه د رسنیو په واک کې ورکړل، خو امریکایان تر یوه کال په زیاته موده کې ونه توانېدل چې د افغان حکومت او افغان سیاستوالو تر منځ فاصله ختمه او ګډ مذاکراتي ډله ونومول شي.
د نهه پړاوه خبرو په جریان کې د طالبانو او امریکا تر منځ ډېرې بې باورۍ را منځ ته شوې، زه یې ځینې مهمې دلته را اخلم:
لومړی: د طالبانو او امریکا تر منځ ژمنه شوې وه چې د سولې مذاکرات به په دوحه کې مخته وړي، یو ناڅاپه د امریکا، پاکستان، متحده عربي اماراتو او سعودي په غوښتنه د سولې مذاکراتو لپاره غونډه په ابوظبۍ کې ونیول شوه، د طالبانو او امریکا تر منځ مخکینۍ توافق شوې اجنډا ته بدلون ورکړل شو، د یادو هیوادونو استازو له طالبانو په کلکه وغوښتل چې د افغان حکومت له استازو سره مخامخ خبرې وکړي او اوربند ومني، په داسې حال کې چې د افغان حکومت استازي هم ابوظبۍ ته رسېدلي وو او تمه یې درلودله چې له طالبانو سره به مخامخ خبرې وکړي.
دویم: بیا هم د طالبانو او امریکا تر منځ توافق شوی و، چې مذاکراتو ته به په دوحه کې دوام ورکوي، خو کله چې د مذاکراتو نېټه را ورسېده، زلمی خلیلزاد د دوحې پر ځای اسلام اباد ته ولاړ، ویل کیږي چې اسلام اباد هغه ته وعده ور کړې وه چې د طالبانو د ډلې دوه مرستیالان (مولوي محمد یعقوب او خلیفه سراج الدین حقاني) به ورسره کېنوي. په اسلام اباد کې له څلورو ورځو انتظار وروسته خلیلزاد د اسلام اباد له کړې ژمنې مایوسه او د ځینو اروپایي هیوادونو په منځګړیتوب او د هغوی په خوله یې طالبانو ته احوال واستاوه چې په دوحه کې له ده سره وویني.
درېیم: امریکایانو به طالبانو ته نږدې کسانو ته دا خبره رسوله چې له دوی سره اندېښنه ده، چې ملا برادر اخوند او مولوي امیرخان متقي کېدای شي لیواله نه وي چې په قطر کې له امریکایانو سره په خبرو کې برخه واخلي او یو ډول یې داسې ښودله چې دا کسان به د پاکستان تر فشار لاندې وي او پاکستان هم نه غواړي چې هغوی دوحې ته ولاړ شي.
د طالبانو دغه دوه مهم مشران او ورسره ډېر قوي او د طالبانو په لیکو کې د ښه نوم او باور لرونکي کسان، د پاکستان له ډېر فشار سره سره، دوحې ته ورسیدل او هلته یې له امریکایانو سره په خبرو کې برخه واخیستله.
څلورم: د مسکو ناستې په دوام، پتېیل شوې وه چې په قطر کې به بین الافغاني ناسته کیږي، امریکا، افغان حکومت، افغان سیاستوالو او طالبانو هم منلې وه. مګر د افغان حکومت له خوا د اوږد لېست وړاندې کولو او بیا کابل ته د قطر هوایي کرښې الوتکې ته نه اجازه او د امریکا له خوا یې نه مخالفت، همدارنګه د غونډې د مخنیوي لپاره په کابل کې د امریکا په خوښه او یا نه مخالفت سره د سولې مشورتي لویه جرګه جوړېدل او پر طالبانو نیوکې او له هغوی څخه د اوربند او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې، مخکې له دې چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې په تړون کې پرمختګ وشي.
همدارنګه بیا په قطر کې د ځینو افغان سیاستوالو، د رسنیو او مدني ټولنو له هغو استازو سره د طالبانو ناسته، چې د امریکا، برېټانیا، جرمني سفارتونو او اروپایي ټولنې له خوا چمتو شوي وو. دا ناسته د طالبانو د لیوالتیا وړ هم نه وه، خو بیا هم د مسکو په دوام، د مهمې غونډې ځای دغسې یوې کوچنۍ او بې پایلې غونډې ونیو او دا هر څه امریکایانو په اګاهانه ډول کول.
پنځم: د امریکایانو په ډله کې تر لس زیات، خو داسې کسان چې د ناستو پر مهال یې خبرې نه کولې، یوازې د طالبانو څیرو او د هغوی خبرو او لهجو ته متوجه، انسان پېژندونکي او غوښتل یې چې یو ډول د طالبانو په منځ کې درز پیدا کړي.
شپږم: تر نهه پړاوه مخامخ مذاکراتو وروسته، تر ټولو لویه بې باوري د طالبانو او امریکا تر منځ هغه وخت رامنځ ته شوه، چې د سولې تړون اړوند ټول مسایل او جزیات وروستي شول، توافق شوی و چې د تړون له لاسلیک څخه اته ورځې وروسته به د طالبانو خبرې له افغان حکومت او افغان سیاستوالو سره پیلېږي، یو ناڅاپه د ولسمشر ټرمپ له خوا ټویټ وشو چې د سولې مذاکرات یې په کابل کې د خپل یو پوځي د وژنې له امله درولي دي، په داسې حال کې چې په کومه ورځ چې په کابل کې طالبانو برید وکړ، امریکایي پوځي قتل شو، په هماغه ورځ جنرال میلر او خلیلزاد ماښام مهال له طالبانو سره د توافق د رسمي مراسمو په اړه د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې خبرې کولې.
د ټرمپ دغه ډول کړنې تر ټولو لویه بې باوري د طالبانو او امریکایانو تر منځ را منځ ته کړه.
اووم: د ټرمپ له خوا چې د سولې مذاکرات وځنډول شول، امریکایانو هڅې پیل کړې چې طالبان نرمښت وښيي او داسې کړنه وکړي چې د مذاکراتو بیا ځل دوام ته لاره هواره شي. د امریکایانو له خوا بېلابېل وړاندیزونه طالبانو ته د یو او بل په خوله رسول کیدل، چې یا خو طالبان اوربند ومني، یا خو د افغان- امریکایي پوهنتون استادانو تبادله وکړي، یا خو په خپله مذاکراتي ډله کې میرمنې ور زیاتې او یا هم له افغان حکومت سره مخامخ خبرې او یا هم په تاوتریخوالي کې کمښت راولي.
د مذاکراتو په لومړيو ناستو کې امریکایانو استدلال کاوه چې د بندیانو د تبادلې او خلاصون خبرې باید طالبان له افغان حکومت سره مخامخ وکړي، ځکه بندیان د افغان حکومت په واک کې دي او دا کار په هغوی پورې تړاو لري، خو وروسته د بندیانو د تبادلې بهیر؛ د افغان حکومت په ناخبرۍ کې امریکایانو له طالبانو سره مخکې یوړ.
طالبانو د افغان- امریکایي پوهنتون د استادانو تبادله ومنله، امریکایانو ټینګار درلود چې له تبادلې سره سره له افغان حکومت سره مخامخ خبرې هم ومني، کله چې د طالبانو جواب منفي و، بیا امریکایانو ټینګار درلود چې طالبان اوربند ومني، بالاخره مایوسه شول او پرته له یادو دوو شرطونو یې د بندیانو د تبادلې تړون له طالبانو سره په دوحه کې لاسلیک کړ.
طالبانو انتظار ایست چې خپل بندیان یې د قطر هوایي کرښې الوتکه کې دوحې ته راوړل شي، بیا هم ناببره د امریکایانو له خوا د دوو ورځو اوربند غوښتنه وشوه، د بندیانو د تبادلې بهیر وځنډید او بې باوري پکې لا زیاته شوه.
د بندیانو تر تبادلې وروسته، تمه کېدله چې امریکایان به له طالبانو سره د سولې نهایي شوی تړون لاسلیک کړي او دا یو ښه فرصت هم و، ځکه ولسمشر ټرمپ، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او لوړ پوړو امریکایي سیاستوالو د افغان- امریکایي پوهنتون دوو استادانو خوشي کېدل د سولې لپاره يو ښه پرمختګ وباله.
اتم: طالبان او افغان ولس په تمه وو چې دا ځل به خلیلزاد له نويو او مخکنیو شرطونو پرته، له طالبانو سره د سولې تړن د لاسلیک په اړه خبرې کوي، مګر داسې ونه شول، بیا هم امریکایي لوري له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې، د سولې تړون تر لاسلیک مخکې پیل کړي. طالبانو بیا هم دغه مسئله کورنۍ یاده کړه، امریکایي لوري ته یې وویل چې کله له تاسې سره تړون لاسلیک شي، بیا به موږ افغانان خپلمنځي ناستې او مذاکرات کوو.
امریکایانو ډېر ټینګار درلود چې طالبان له امریکا سره تر تړون وړاندې اوربند ومني، په دې اړه په لومړيو وختونو کې امریکایانو ډېر نرمښت وښود، تر دې چې په نا اعلان شوي دوه ورځني اوربند باندې یې هم اکتفا درلوده.
طالبانو د اوربند پر ځای د تاوتریخوالي کمولو ژمنه وکړه، همدا کار یې وکړ، په جګړه کې د پام وړ کمښت راغی، خو بل خوا بیا په لرې پرتو سیمو کې امریکایانو او کورنیو پوځیانو بمبارد، شپنۍ چاپې، د ملکي خلکو وژنې او بریدونه تر پخوا لا زیات کړل چې طالبان یې د امریکا پر نیت لا ډېر شکمن کړل.
نهم: امریکایانو له طالبانو سره ومنله چې د تاوتریخوالي کمولو ژمنه وکړي، څو ولسمشر ټرمپ ته د سولې مذاکراتو کې د خلیلزاد له خوا دا لاس ته راوړنه وړاندې شي. د طالبانو د قطر سیاسي دفتر وکولای شول چې د دفتر دغړو، د خپل مشر شیخ هیبة الله، د رهبري شورا، نظامي شورا، علماوو شورا او اړوند کمېسیونونو اجماع او رضایت د تاوتریخوالي کمولو لپاره تر لاسه کړي، دا یو لوی او ښه پرمختګ و، د همدې پرمختګ لیکلی متن یې امریکایي لوري ته په واک کې ورکړ. طالبانو تمه درلودله چې له امریکایي لوري به مثبت ځواب تر لاسه کړي، خو په دوبۍ کې د یوناما په مشرۍ د خلیلزاد، ناټو ملکي استازي، اروپایي ټولنې، امریکا، برېټانیا، فرانسې، جرمني او ناروي سفیرانو د ناستې پر مهال خلیلزاد څرګنده کړه چې پر طالبانو لا زیات فشار ته اړتیا لیدل کیږي او له دې وړاندې خلیلزاد پر طالبانو د فشار لپاره پاکستان ته ولاړ، هلته یې د پاکستان له چارواکو هم غوښتي وو چې پر طالبانو د اوربند لپاره فشار زیات کړي.
د دوبۍ له غونډې وروسته، خلیلزاد له طالبانو وغوښتل چې یا خو اوربند ومني او یا هم اوربند ته ورته نږدې څه ومني.
د امریکایانو په غوښتنو کې وخت په وخت بدلون او د غوښتنو زیاتوالي طالبان د امریکایي لوري پر نیت نور هم شکمن کړل او د امریکایانو له خوا چې د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه شوې وه، طالبانو ومنله، خو بیا یې د اوربند غوښتنه وکړه، همدې کړنې د طالبانو او امریکا تر منځ بې باوري لا زیاته کړه او طالبانو په خپلو رسمي پاڼو کې د دوی او امریکا تر منځ د بې باورۍ راپورونه خپاره کړل.
لسم: له امریکایانو سره اندېښنې دي چې کیدای شي طالبان به په لویو ښارونو او د ولسوالیو په مرکزونو بریدونه کم او یا خو بیخې ونه کړي، خو د دې پر ځای به ټوله توجه کلیوالو سیمو ته کړي، په داسې حال کې چې د امریکا/ناټو له خوا بمبارد هم نه وي، نو طالبان به خپلو حملو ته په کلیوالو سیمو کې زور ور کړي او د افغان حکومت امنیتي ځواکونو ته به ډېره مرګ ژوبله واوړي، طالبان به په لرې پرتو سېمو کې ځینې امنیتي پوستې تر خپل واک لاندې راولي.
یوولسم: امریکایان فکر کوي چې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ډېر واکونه لري، چې د سولې مذاکراتو کې پرمختګ او د تاوتریخوالي اړوند ډېر څه ومني، خو دوی خپل بشپړ واک نه کاروي او د خپلې ډلې د مشر له خوا له پوره واک ورکولو سره سره دوی ډېر لږ د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې مني.
دوولسم: طالبانو حس کړې چې د امریکایي لوري تر منځ هم د سولې مذاکراتو کې اجماع نشته، ځکه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لیواله دی چې د سولې مذاکرات ګړندي مخکې یوسي، پنټاګون او سي آی اې بیا غواړي چې پر طالبانو خپلې غوښتنې ومني، څو د سولې تړون د دوی پر ماتې تمام نه شي او سپینه ماڼۍ بیا مجبوراً د بهرنیو چارو د وزیر په پرتله د پنټاګون او سي آی اې څرګندونو ته پر اهمیت قایله ده، همدا لامل دی چې د سولې مذاکرات پڅ روان دي.
دیارلسم: امریکا او پاکستان پلوې افغان رسنۍ هڅې کوي چې د طالبانو مذاکراتي ډلې پر غړو، نظامي طالبان بې باوره کړي او طالبان به ممکن فکر کوي چې دا هم د امریکا او افغان حکومت ګډه سوژه ده چې غواړي د طالبانو په منځ کې درز را منځ ته کړي.
اندېښنې
ښکاري چې د سولې بهیر ټکنی شوی، امریکایان وېره لري چې کیدای شي ایران به له طالبانو سره د وسلو مرسته زیاته کړي او انديښنه لري چې کیدای شي طالبانو د چورلکو ضد توغندي تر لاسه کړي او یا هم په راتلونکي کې تر لاسه کړي. پر دې سربېره، د سیمې د هېوادونو او د امریکا تر منځ د پخوا په پرتله اختلافات زیات دي. پر افغانستان د امریکا د جګړې په لومړۍ لسیزه کې د سیمې هېوادونه له امریکا سره همږغي وو؛ خو له تېرو دریو یا څلورو کلونو راهیسې دغه اجماع نوره نشته. اوس که امریکایان د سولې مذاکراتو کې ناغېړي کوي او یو ځل بیا ښکېل لوري جګړې ته لومړیتوب ورکړي، لرې نه ده چې د طالبانو او د سیمې د مقتدرو هېوادونو تر منځ پېيلتیا لا پياوړې شي چې دا چاره به بې له شکه د جګړې معادله بدله کړي.
بل خوا د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې هم له نامعلوم برخیلک سره مخ دي، ولس نه پوهیږي چې بیا به کومه معامله کیږي او که د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي، هغه ولسمشر به څومره قانوني واکونه ولري، چې غټ اکثریت سیاسي ډلې او افغان سیاستوال یې ننګه ونه کړي؟
د طالبانو اړوند لویه اندېښنه بیا دا ده، که د ژمي موسم پای ته رسیږی، پسرلی راشي، د پسرلي عملیات اعلان شي او په پسرلي کې به یو ځل بیا جګړې ډېر زور اخلي، طالبان به هڅې وکړي چې په راتلونکي پسرلي کې د اوسنۍ کمې جګړې جبران هم وکړي او خپلو بریدونو ته کیدای شي لا زیات زور ورکړي.
له دې ها خوا، بله اندېښنه دا ده چې له یو کال زیات وخت مذاکراتو وروسته، چې د طالبانو ډېر مهم او منلي مشران په قطر کې پاتې شوي، د مذاکراتو د بریالیتوب لپاره یې شپه او ورځ کار کړی، که د هغوی بې باوري پر امریکا نوره هم دوام وکړي، کیدای شي د طالبانو مهم مشران (ملا برادر اخوند، ملا امیر خان متقي، مولوی عبداللطیف منصور او ځینې نور) بیرته له قطر څخه ووځي او د رهبري شورا په ناستو کې د ګډون لپاره د ډیورنډ کرښې غاړو ته ځانونه ورسوي.
که د طالبانو مشران له قطر څخه ولاړ شي، بیا به اسانه نه وي چې د سولې مذاکرات ګړندي او منتج په قطر کې جریان پيدا کړي.
همدارنګه امریکایان اندېښنې لري، که له طالبانو سره د تاوتریخوالي کموالی په اوسنیو شرایطو ومني، طالبان به په کلیوالو سیمو کې جګړو ته زور ور کړي او که چیرته له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړي، بیا به هم طالبان له ډېر قوي موقف څخه له افغان سیاستوالو + حکومت سره خبرو ته کېني.
له افغان ولس سره اندېښنه ده چې په سیمه کې هند له پخوا، ایران اوس، د سولې بهیر بریالیتوب نه غواړي، بلکې دواړه هیوادونه؛ هند د افغان حکومت په پلوي، ایران د طالبانو په پلوي، په افغانستان کې خپلې موخې لري.
د حل لاره
ښه دا ده چې په جګړه کې ښکېل لوري (افغان حکومت، امریکا، افغان سیاستوال او طالبان) اوسنی د سولې لپاره چمتو فرصت له لاسه ورنه کړي، ټول لوري هڅې وکړي چې د سولې مذاکرات بریالي شي.
له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون، امریکایانو ته مسوولیت ورکوي چې د افغانستان جګړه په سم ډول پای ته ورسیږي او په راتلونکي کې له کورنۍ جګړې مخنیوی وشي.
که چیرته له امریکا سره د طالبانو د سولې مذاکرات بریالي نه شي، د سولې تړون لاسلیک نه شي، امریکا کله هم د افغانستان د ارامۍ او سوکالۍ مسوولیت نه مني او نه هم په افغانستان کې د جګړې شدت کمیږي، نه په جګړه کې کموالی راځي او که پرته له مسوولیت څخه، پرته د سولې تړون له لاسلیک څخه امریکایي/ ناټو پوځیان له افغانستان څخه وځي، د کورنۍ جګړې د مخنیوي مسوولیت هم بیا هیڅوک پر غاړه نه اخلي.
ښه به وي چې افغانان په یو غږ، پر امریکایانو غږ وکړي چې د افغانستان جګړه په مسوول ډول سره پای ته ورسوي، له طالبانو سره خپلې ستونزې حل کړي؛ څود بین الافغاني تفاهم او اوربند لپاره لاره هواره شي.
که څومره هم د سولې مذاکراتو کې نوې غوښتنې او نوي بحثونه را منځ ته کیږي، د سولې بهیر ځنډنی کوي، ښه ده چې له تازه غوښتنو او نویو بحثونو څخه دواړه لوري ډډه وکړي.
دا چې دواړه لوري پر یو بل د چل شک کوي او یو پر بل بې باوره دي، د همدې بې باورۍ له منځه وړلو لپاره تر دې مهاله اړین کار هم نه دی شوی، پکار ده چې ځینې بانفوذه اشخاص او یا هم ځینې هیوادونه د امریکا او طالبانو تر منځ د بې باورۍ له منځه وړلو لپاره جدي کار وکړي.
دا چې تیر ځل هم خلیلزاد په قطر کې زیات وخت تیر او طالبانو له هغه سره په لیدو کې لیوالتیا نه درلودله، دا ځل هم ممکن له پاکستان وروسته به خلیلزاد قطر ته سفر کړی وي، کیدای شي طالبانو بیا هم له هغه سره د لیدو لیوالتیا نه درلودله او یا هم په ټیټه کچه کوم چا ور سره لیدلي وي، پکار ده چې د لیدنو د نه لیوالتیا لاملونه له منځه یوړل شي، او هغه داسې چې امریکایان پر خپلو پخوانیو ژمنو ودریږي.
امریکایان به غواړي چې د خبرو بهیر وغځوي، خو د بهیر په ځنډ کې د چا ګټه او د چا تاوان دی، پرته له شکه چې طالبان ځان تاواني ګڼي، ځکه د سولې بهیر د ځنډ له امله د طالبانو د وسله والو حوصلي متاثره کیږي، امریکا ته پکار ده چې دغه باریکي درک او د سولې بهیر ګړندی کړي.
دا چې امریکایان فکر کوي چې دوی له طالبانو سره هغه څه مني چې طالبان یې غواړي (د بهرنیو پوځیانو وتل)، خو مقابل کې طالبان هم باید ډېر څه ومني، زما په آند چې د امریکایي پوځیانو وتل حتمي دي، ښه دا ده چې د وتلو لپاره مناسبه لاره ځان ته پیدا کړي، نه دا چې هغه غوښتنې چې منل یې د سولې بهیر له خنډونو سره مخ کوي، د امریکا له خوا وړاندې شي.
زه بیا هم پر دي خبره ټینګار کوم چې افغان ولس، افغان سیاستوال او طالبان، ټول په یوه غږ د سولې بهیر ګړندي کیدو او بهرنیو پوځیانو د وتلو لپاره په ګډه کار وکړي، د سولې بهیر تړون لاسلیک، افغاني مذاکراتو او د جګړې پای ته رسولو ته زمینه مساعده کړي.