د ۲۰۱۹ ز کال د فبرورۍ په وروستۍ ورځ، د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر او مهم طالب مذاکره کوونکي ملا عبدالغني برادر په رسمي ډول د سولې تړون لاسليک کړ. دا تړون په اسانۍ نه دی لاسليک شوی، بلکې په تېرو دوو کلونو کې د خبرو اترو تر لسو پړاوونو وروسته لاسليک شوی دی. ايا د دې تړون لاسليک کېدل په افغانستان کې د هغې جګړې پای ته رسېدو مانا لري چې شاوخوا ۱۹ کاله يې دوام وکړ؟ ايا په افغانستان کې چې شاوخوا له نيمې پيړۍ راهيسې په جګړه کې دی، د دې تړون په لاسلیک سره به سوله راشي ؟
له ۲۰۱۸ ز کال راهيسې د ټرمپ حکومت په دې وپوهېده چې په افغانستان کې د امريکا لګښت ډېر لوړ دی او نه شي کولای د بريا لپاره يوازې په نظامي لارو تکيه وکړي، نو بيا يې ورو ورو د افغانستان په اړه خپله ستراتيژي تنظيم کړه او له طالبانو سره يې رسمي خبرې پيل کړې. دا د امريکا د تېرو ټاکنو پر مهال د ټرمپ ژمنه هم وه چې په افغانستان کې ميشت امريکايي سرتېري به کور ته ستنوي.
د لانجو پوهنتون د افغانستان د څېړنير مرکز مدير جو يونګ بياو د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امريکا د لنډمهالو سياسي ګټو لپاره کار کوي، يانې هغه په راتلونکو ټاکنو کې د برياليتوب لپاره ځيني چارې تر سره کوي. له ټاکنو څخه دمخه خپلې ژمنې پوره کوي او په افغانستان کې ميشت امريکايي سرتېري کور ته ستنوي. د ده دا چارې په حقيقت کې د افغانستان د سولې لپاره نه دي. د پيکينګ پوهنتون د جنوبي اسيا د څېړنيز مرکز مرستيال مدير وانګ شو هم پر دې باور دی چې امريکا د افغانستان لپاره خپله ستراتيژي په عمده ډول د کورنيو سياسي نظرونو پر بنسټ تنظيم کړې. هغه وويل، لومړی: امريکا خپله ملي امنيتي ستراتيژي تنظيم کړه، د تروريزم پر وړاندې مبارزه اوس د ټرمپ حکومت لومړنی هدف نه دی او له ترهګرۍ سره د مبارزې د يوې سرحدي برخې په توګه د افغانستان ستراتيژيک اهميت د پام وړ کم شوی دی. دویم: امريکايان د امريکا د تاريخ تر ټولو اوږده جنګ څخه ستړي شوي دي چې دا يوه “نه ګټونکې” جګړه ده، هرڅومره ژر چې د امريکا ځواکونه وځي، هغومره به ښه وي. درېيم: لکه څنګه چې په راتلونکې نومبر کې به د امريکا ټولټاکنې تر سره شي، ټرمپ هم مجبور دی چې په تېرو ټاکنو کې له افغانستان څخه د عسکرو ايستلو په اړه د خپل کمپاين ژمنې پوره کړي.
د تړون د اړوندې مادې له مخې، امريکا او ملګري هېوادونه بايد په ۱۴ مياشتو کې له افغانستان څخه ټول سرتېري وباسي. امريکا او افغان حکومت به پنځه زره طالب بنديان خوشې کوي او طالبانو ته به دا اجازه نه وي چې په افغانستان کې د امريکا او د ملګرو هېوادونو پرسونل ته ګواښ جوړ کړي.
د افغانستان ډېر عامه افکار پر دې باور دي چې ياد تړون تر يوې اندازې پورې په افغانستان کې د سولې د رامنځ ته کېدو باور پياوړی کړی دی. امريکا دا هم ويلي چې که چيرې طالبان دغه تړون په ښه توګه پلی کړي، نو امريکا به مرحله په مرحله له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي، خو د دې ارزونې لپاره هېڅ معيار نشته چې د طالبانو پلې کړې ژمنې وښيي. په عين وخت کې طالبان د افغانستان د ټاکنو پايلې نه مني او په کلکه له افغان حکومت سره له خبرو انکار کوي. اوس افغانستان اندېښنه لري چې د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په هېواد کې کورنۍ جګړه پيل نه شي.
ښاغلي جو يونګ بيا وويل چې ياد تړون ډېرې نيمګړتياوې لري او اداري تضمينونه نه لري. طالبان وايي چې د ۵۰۰۰ طالب بنديانو خوشې کيدل به د بين الافغاني خبرو له پيل کېدو دمخه وي. طالبان وايي، افغان حکومت په رسميت نه پېژني، بلکې د يوې سياسي ډلې په توګه ورسره خبرې کوي.
د امريکا او طالبانو تر منځ د دې تړون له لاسليک کېدو سره به د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه پای ته ورسېږي، خو اوس افغانانو ته تر هرڅه لومړی د افغانستان اوسنی وضعيت ته وده ورکول او پوره سوله راوستل رښتينی ارزښت لري. دا تړون په لوړه کچه بدلېدلی شي. لکه څنګه چې امريکا د تړون د لاسليک کولو په مراسمو کې وويل، که طالبان خپله ژمنه ماته کړي، نو ياد تړون به ورسره لغوه کړي.