د آزادۍ غوښتونکو ملتونو او د بیا آزادۍ ګټونکو غورځنګونو په تاریخ کې هغه ورځ ډېره مبارکه او بختوره وي، چې د تاریخ ژغورنې په دریځ کې یې د کلونو مبارزې، سرښیندنو او ستړیا رنګ راوړي.
د ۲۰۲۰ ز کال د فبرورۍ په ۲۹مه وروسته له هغه چې طالبانو د افغان- امریکا جګړې په ډګر کې امریکا او ملاتړو ته یې یوه ملموسه ماتې ورکړه او د ۱۸ میاشتو سختو او پېچلو مذاکراتو په پایله کې د یوې داسې هوکړې پر لاسلیک بریالي شول، چې زموږ په ملي تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د جګړې او سیاست د ډګر بریا او ویاړ افغانان د یوه عظیم ملت په توګه وروسته له نیمې پیړۍ بلواکۍ، سیاسي کاواکۍ، ناخوالو، ستړو او ترخو یوځای ولمانځي.
طالب– امریکا هوکړې ته لنډه کتنه
د طالبانو او امریکا هوکړه که یو څوک د خپل اختیاره افغانستان له دریځه، د یوه پر ځان بسیا او افغان فکره افغانستان په انځور کې، د ملي ګټو او تاریخي- سیاسي روائت له هیندارې ورته وکتل شي، نو د ګران وطن د سیاسي خپلواکۍ او یوه ټولییز- افغان شموله افغانستان لپاره پکې ډېر څه لیدل کیږي.
دا ځکه چې طالبانو په دغه تاریخي هوکړه کې هرڅه د افغانستان، افغان انسان او د ګران وطن د ویاړلي تاریخ لپاره غوښتي او هېڅ داسې بحث چې د ګران وطن د آزادۍ او حرمت عزمت پکې مات او معامله شي د شخصي ګټو او ډله ییز امتیاز په توګه نه تر سترګو کیږي.
د بېلګې په توګه، دغه هوکړه له سولې وروسته په افغانستان کې د تېر ۴۰ کلن کړکېچ ټولو کورنيو جهتونو او غاړو ته د دې زمینه برابروي او دا واک په لاس کې ورکوي چې د نظام په بڼه او د حکومت په ډول کې چې هر څه بدلون مومي، نو دا ټول څه به د یوه ټول اجماع ملي او سیاسي بحث له لارې چې بین الافغاني ډیالوګ دی، حل او فصل کیږي.
زما د مالوماتو له مخي، طالبانو په تېرو ۱۸ میاشتو کې یو بحث چې د امریکایي ځواکونو د بشپړ او بې قید او شرطه وتلو ترڅنګ یې پرې ډېر ټینګار او مقاومت کاوه، هغه پر بین الافغاني خبرو اترو کې تر سولې وروسته افغانستان په افغاني کولو او په دې برخه کې د بهرنیانو د لاسوهنې مخنیوی او د تیر تاریخ د ترخو تجربو او په ملي سیاست کې د افغانانو له بیا بیا ماتېدو څخه د ځان او ولس ژغورنه وه.
ځکه موږ په تېر وروستي لږ تر لږه ۱۰۰ کلن تاریخي مزل کې څو ځله د نظام او حکومت په بحث کې د داسې ماتېدو او شړېدو شاهدانو یو چې د نه جبران په صورت کې یې پیړۍ پیړۍ د نړۍ او سیالانو د پرمختګ له کاروانه شاته کړو.
د بېلګې په توګه، په اماني واکمنۍ کې د مډرنیزم او دیندارۍ ټکر، د ظاهر خان په دوره کې د ښار او کلي ټکر، په کمونیستي واکمنیو کې له ملي او اسلامي ارزښتونو سره له بهره را وارد شوی کمونیستي ایډیالوژي ټکر د مجاهدینو په واکمنۍ کې د واک د ویش په سر د تنظیمونو جګړې او په دې نږدې تاریخ کې له امریکایي یرغل سره سم د بُن د توافقاتو پر بنسټ د بهرنیانو د اشغالګرانه شتون په سیوري کې د یرغل د ملاتړو له لوري د سیاسي واک او ملي- ولسي برخلیک غصب چې پایله یې دوې لسیزې جګړه، د امریکایي یرغل دوام، د پردو د ګټو لپاره افغان وژنه او د یوه ملت د شړېدو تر درشله د ګډې سبا ماته شوې اوږده کیسه پرته ده.
د افغان سولې په لار کې تازه او ممکن خنډونه
د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه او د ۱۴ میاشتو د ننه کې د دغه بهیر ورټولیدل له جګړې، وژنو، چاپو، شکنجو، بارودو او اورونو څخه ستړي ملت ته د اشغال د ختم، پر خپل برخلیک د واکمنېدو او د یو بل زغمونکي افغانستان هیلې ورکړې.
ولې په خواشینۍ سره وینو چې د افغان دریځ په عنوان کې امریکا ګران وطن ته قصداً د سولې د هر ډول چانس پر وړاندې یو نیابتي خنډ او سرخوږی د افغان حکومت په نوم چې د پرله پسې نامشروع ټاکنو، سیاسي کمزوریو، لړزانده ملي جوړښت، فاسد دوام، په ټولنیزو او سیاسي نفاقونو کې ښکېل، د ولس له ادرسه منزوي او په ټوله کې د نیواک او تاړاک په وجود پورې تړلي داسې ناسور په میراث پرېښي چې په ګران افغانستان کې د هر ډول باثباته سیاسي جوړجاړي مخالف او په ټوله کې د جګړې دوام ته یې کار ویلي.
دغه حکومت عنوانه کډوله وروسته له هغه افغان ولس ته په ناسور او د سولې پر وړاندې د دښمنيو، د سولې د سبوتاژ او د سولې په لار کې د خنډونو او ځنډونو د رامنځ ته کولو او د سولې د دښمنانو پر یو موټي محور او ادرس بدل شو، کله چې د پردو په ویټامینو راستر شوي، بدنام سیاسي او فیوډالي د حکومت په نوم راټول لږکۍ ولیدل چې په سوله کې ټوله ګټه د بې وزله، جګړې ځپلي، محکوم، بې برخلیکه، د امریکایي وحشتونو تر تیغ لاندې او په ټوله کې د یرغل او تاړاک د مخالفینو چې یو ستر ولس دی، رسیږي او د دوی پای به د خدای، ملت او تاریخ په محکمه کې سیاسي زوال، د ملت له خزانې، بیت المال څخه د سوونو میلیونو ډالرو د چور کړېو شتمنیو حساب کتاب او په ټوله کې د تاریخ پر وړاندې ټیټ سري او خړ مخي وي، نو دوې پښې یې په یوه موزه کې کړې او د سولې د هر ممکن پرمختګ، احتمالي چانس او حتی د سولې په لار کې د سولې فعالانو د ګواښلو، منزوي کولو، له وطن څخه د شړلو او حتی د ترور تر کچې له وحشتونو ډک کردارونه تر سره کړل.
د دغو خنډونو تازه بېلګه د طالب- امریکا تر هوکړې وروسته د ۵۰۰۰ طالب زندانیانو د خلاصولو بحث او د دې تر څنګ په بین الافغاني خبرو اترو کې د حکومت او سیاسي غاړو پر یو ټولشموله داسې پلاوي سلاه مشوره ده، چې وکولای شي د امریکا- طالبانو د هوکړې له مخې له سولې وروسته په افغانستان کې د جوړېدونکي نوي اسلامي حکومت پر میکانېزم او بڼې له طالبانو سره سلاه شي.
د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خلاصون او د افغان حکومت غرضي اهداف
د ۵۰۰۰ طالب زندانیانو مسئله وروسته له هغه جنجالي شوه چې امریکا تر بین الافغاني مذاکراتو وړاندې د حسن نیت، دوه اړخیز اعتماد او د طالب اړخ د اونیز اوربند په بدل کې ژمنه وکړه چې د طالب خوا ۵۰۰۰ بندیان به خلاصوي او پاتې نور بندیان به هم د بین الافغاني خبرو اترو له پیل سره سم چې د مارچ لسمه ټاکل شوې وه د دریو میاشتو په جریان کې خلاصیږي.
ولې د افغان حکومت له لوري د طالبانو د دریځ خلاف دا هڅه چې ۵۰۰۰ طالب زندانیانو د یوه ځانګړي، مشروط او داسې ځنډني میکانیزم له لارې خلاص شي چې د ارګ ټیم وکولای شي په کابل کې روانه سیاسي بې ثباتي پرې هضم او په څو برخو کې لکه د مذاکراتي ټیم انحصار، د حکومت وجود د مشروع او اصلي افغان طرف په توګه پر طالبانو تپل هغه حکومت چې له ارګ سره پر تړلي دیوال یې ډاکتر عبدالله نه مني او تر دې ټولو مهم ډاکتر غني او ټیم یې هڅه کوي چې د زیات وخت په تر لاسه کولو سره د طالبانو او امریکا هوکړې دوام ته د بېلابېلو ترفندونو په کارولو او د نویو خنډونو په رامنځ ته کولو سره ضربه ورسوي.
ټاکنیزې ناندرۍ، پر سوله د ارګ انحصار او ټول شموله مذاکراتي ټیم
موږ په پیل کې د افغان ولس د یوه ټوله ییز دریځ پر بنسټ پر دې باور وو چې ټاکنې افغانان اختلاف ته بیایي، ټاکنې یوه پنځه کلنه جګړه حتمي کوي او ټاکنې د ولس د ارادې، غوښتنې او لومړیتوب سولې پر وړاندې تر ټولو جدي خنډ دی.
ولې دا ښکاره وه چې د ارګ ټیم خپل دوام په سوله ییزه ولسواکۍ کې نه ویني، سوله د خپل واک پر وړاندي خنډ ګڼي چې پایله یې تاسې د افغان ولس له لوري د ټاکنو ټوله ییز تحریم او د ولس د نه ګډون پایله بیا په ټاکنو کې یو بې شرمانه تقلب و، چې په پایله کې يې د ټاکنو پایلې په میاشتو، میاشتو وځنډېدلې او د یوه کاواکه، بې ثباته او د دوه سره حکومت پر ځای یې د دوو حکومتونو زیږیدل د یوې مطلقې سیاسي بې ثباتۍ او د قومي، ژبنیزو او سیمه ییزو ټکرونو تر کچې د افغان ټولني وېشل کېدل دي.
دغه سیاسي بې ثباتي او د ډاکتر غني پر سولې د انحصار فکر د هغه څه امکانات خورا کم کړي کوم چې په افغان سوله کې د امریکا استازي زلمي خلیلزاد، چین او روسیې یې له طالبانو سره د یوه ټول شموله مذاکراتي ټیم په توګه یادوي.
همداوس داسې مهال چې د افغان حکومت ویاندویان له طالبانو سره سولې ته د ټول شموله ټیم د وروستي کېدو خبره کوي، مګر سیاسي ګوندونه او جهتونه د ارګ دا خبره په کلکه ردوي او وایي چې له دوی سره تر دې دمه په دې اړوند هېڅ مشوره نه ده شوې او هغه څه چې ارګ وایي، هغه د افغانانو سترګو ته د خاورو ورشیندل، سیاسي لوبه، د سولې انحصار او سبوتاژ دي.
پایله
د افغان حکومت له دریځه د ارګ سیاسي لوبه، په څو جبهو کې د واک د دوام پر سر جګړې، د داعش په څېر له استخباراتي شبکو څخه د حکومتي ملاتړ ګنګوسې او تر ټولو له ګواښه ډک دا چې ولس باور لري چې افغان حکومت د سولې پر سبوتاژ او له سولې سره په دښمنۍ کې واقع دی، پر ولس د تکیې پر ځای پر بهرنیانو تکیه لري او د ۱۸ کلنو لاسته راوړونو، له ناجمهوري لارو جمهوریت او په غربي ډیموکراسۍ بې کچې تاکید او د افغان انسان له وینې، عزت او عزمت څخه دغه وارداتي او غیر افغاني پدیدو ته لومړیتوب ورکول هغه بحثونه دي چې ښیي د ارګ له لوري روانه کړې لوبه کې هېڅکله د ولس غم ته ځای نشته، د ولس له دریځ او اندېښنو څخه استازولي نه شي کولای او دا هرڅه چې د ملت په نوم روان دي، دا هسې د څو ورځو لپاره په واک کې د دې خلکو د پاتې کېدو لپاره د زوال د ورځو د غټانو پلمې او د ولس تېر ایستنه او له خپل برخلیک څخه پردي کول دي.
ځکه که د بندیانو خبره وي، نو افغان حکومت څو میاشتې وړاندې سلګونه هغه داعیشیان چې د ننګرهاریانو په وینو یې لاسونه سره وو او په دغه ولایت کې یې د نړیوال جنایي وحشت بېلابېل ریکارډونه مات کړي وو، د یوې عادي قومي جرګې له لارې یې پرته له کوم امنیتي تضمین، وېرې او د ټولنیز عدالت له بحثه پاکستان ته وسپارل.
مګر کله چې په ګران وطن کې د ۴۰ کلن کړکېچ د پای ته رسېدو او سولې خبرې ګرمې شي، افغان حکومت سرې کرښې کاږي، د بهرنیانو پر حضور تاکید کوي، خبره یې د ارزښتونو تر تعریفه ورسیږي، د جګړې ژبه یې شدیده شي، له طالبه د اړیکو سپیناوی غوښتل کیږي او پر بندیانو یې شرایط وضع کیږي.
په دې برخه کې هغه څه چې د افغان دریځ تر شا د امریکایي اهدافو تړاو دی، په دې برخه کې زموږ له طالبانو هم غوښتنه ده چې دوی د نړیوال مشروعیت او ولسي باور له اړخه په معقول دریځ کې دي، بناً اورکم دې دوامداره وساتي، له ولس او سیاستوالو سره د تعامل ژبه دې لا ډېره فعاله کړي او بین الافغاني خبرو اترو ته دې تر هغه نه ننوځي، تر کله چې عملاً امریکا او ملاتړې نړیواله ټولنه یې د فشار له لارې افغان حکومت بین الافغاني خبرو اترو ته له ننوتو مخکې عملي ګامونه نه وي اوچت کړي.