په افغانستان کې د سولې د ټینګولو او وینو تویېدلو د بندولو لپاره، له ډېره وخته چې موږ ته سم معلومات نسته، پټې او لڅې خبرې روانې دي. بالاخره د روان کال د فبروري په نهه ویشتمه، د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې موافقه لاسلیک سوه. موافقه، د پنځو زرو طالب بندیانو د خوشې کېدلو په مسئله کې چې د مارچ تر لسمې پورې یا باید خوشې شوي وی او یا یې خوشي کېدل پیل شوي وای او تر هغه وروسته، په ناروې یا جرمني کې، بین الافغاني خبرې پیل شوې وای، خو له ستونزو سره مخ شوه. د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د طالبانو له مشر ملا عبدالغني برادر سره څه باندې نیم ساعت په ټلیفون کې خبرې وکړې او ټولو فکر کاوه چې هر څه به ګل او ګلزار شي، خو تر اوسه پورې نه چا ګل او نه ګلزار لیدلی دی.
تېره شپه مې د یوه افغان ژورنالېست په مرسته په قطر کې د طالبانو له یوه مهم مشر سره په ټلیفون کې خبرې وکړې. طالب مشر د سولې د خبرو د نه پرمختګ ټوله ملامتي د کابل پر حکومت او اشرف غني باندې اچوله. ما ورته وویل چې موږ هېڅ فکر نه کاوه چې د افغانستان د دومره مهمې او حیاتي مسئلې د حلولو لپاره به له میاشتو میاشتو هلو ځلو وروسته، داسې یوه نیمګړې موافقتنامه منځ ته راځي چې د سولې د ټینګولو په برخه کې به چې د موافتنامې اصلي موضوع ده، لومړنیو پوښتنو ته جواب نه شي ویلای او کله چې د سولې موافقتنامه د سولې د ټینګېدلو په مسئله کې لومړنۍ پوښتنې ته جواب ورنه کړای شي، نو سوله که غیر ممکنه نه وي، مشکله خو باید حتماً وي.
د بین الافغاني خبرو د پیل کېدلو په برخه کې لومړنۍ پوښتنه دا ده چې خبرې د څه شي او کوم مقصد لپاره؟
ـ خبرې د دې لپاره چې په افغانستان کې د داسې ټاکنو لپاره لار هواره شي چې طالبان برخه پکې واخلي؟
ـ خبرې د دې لپاره چې طالبانو ته په حکومت کې برخه ورکړل شي؟
ـ خبرې د دې لپاره چې اوسنی حکومت خپل قدرت طالبانو ته تسلیم کړي؟
ـ خبرې د دې لپاره چې طالبان د کابل حکومت او امریکا له پخوانۍ غوښتنې سره سم، اساسي قانون ومني او وسلې پر ځمکه کېږدي؟
کله چې د خبرو اصلي هدف معلوم نه وي، نو څوک به څرنګه د مثبتې نتیجې انتظار ولري؟
بالاخره خبرې د څه شي لپاره؟ که خبرې د سولې لپاره کیږي، نو سوله خو داسې عمومي مفهوم دی چې د هر چا او هر قدرت له نظره له ځمکې تر اسمانه توپیر لري. اسراییل او فلسطنینان چې څه کم سل کاله سره جنګېدلي دي او لا معلومه نه ده چې تر کله به جنګ سره کوي، دواړه سوله غواړي. خو هغه سوله چې فلسطنیان یې غواړي د اسراییلو لپاره د جنګ د دوام مانا لري او هغه سوله چې اسراییل یې غواړي، نه فلسطینیانو او نه اسلامي نړۍ ته د منلو وړ ده. اصلاً هیڅ لېونی نه وايي چې زه سوله نه غواړم؛ خو څرنګه سوله؟ دا هغه تر ټولو مهمه پوښتنه ده چې د طالبانو او امریکا تر منځ په موافقتنامه کې نه یوازي جواب نه دی ورته ویل شوی، بلکې اشاره هم نه ده ورته شوې.
دویمه پوښتنه چې د لومړۍ پوښتنې په اندازه مهم ده، دا ده چې بین الافغاني خبرې له چا سره؟ که طالبان د کابل له حکومت سره خبرې نه کوي او هغه یو ګوډاګی رژیم او اداره بولي، نو دا خبرې له چا سره کیږي؟ داسې به یې فرض کړو چې بین الافغاني جرګې د طالبانو شرایط په سلو کې سل قبول کړل او د کابل حکومت وویل چې موږ د بین الافغاني جرګې د فیصلې هېڅ ماده نه منو، نو بیا؟
د سولې خبرې خو له هغه چا سره کیږي چې د جنګ طرف وي او د جنګ وسایل ورسره وي. دا چې طالبانو د سولې خبرې تر هر چا مخکې له امریکایانو سره پیل کړې؛ دا یې ځکه ډېر هوښیار کار وکړ چې د جنګ اصلي طرف هغوی دي. مګر د سولې په دویم پړاو کې خو د کابل حکومت ولاړ دی. که طالبان د کابل حکومت په رسمیت پیژني که یې نه پیژني، هغه یو واقعیت دی او سترګې ورباندي پټېدلای نه شي. وسلې لري، پوځ لري، پولیس لري او په نړۍ کې پېژندل شوی رژیم دی. د بندیانو د خوشې کېدلو په موضوع کې ثابته شوه چې واقعیت هغسې چې طالبانو فکرکاوه، هغسې نه دی.
اوس نو بین الافغاني خبرې له چا سره؟ دا چې په مسکو کې له دوه ځله بین الافغاني ناستو او خبرو څخه هېڅ شی تر لاسه نه شول او باید چې ټولو له هغه څخه پند اخیستی وای، تر دې خبري به تېر شو. که له بین الافغاني خبرو څخه مطلب سیاسي ګوندونه وي، نو د هغوی شمېر خو تر سلو زیات دی او که په خبرو کې د برخې اخیستلو موضوع مطرح شي، نو زه یقین لرم چې شمېر به یې تر ۵۰۰ هم واوړي. د افغانستان سیاسي ګوندونه چې له استثنا پرته، ټول سیاسي دوکانونه دي، يه خپلو منځونو کې هیڅ ډول روغي جوړي ته رسېدلای نه شي او که چیرې ټول سره موافق شي او له طالبانو سره هم موافقې ته ورسیږي، نو بیا د هېڅ ډول موافقې د لومړۍ مادې د عملي کولو په لاره کې د لومړني ګام د اخیستلو واک او صلاحیت نه لري.
که خبره د تنظیمونو او د هغوی د مشهور بالفساد قوماندانانو او مشرانو سره وي، نو بیا خو نتیجه معلومه ده. دا تنظیمونه چې په دې څه باندې څلوېښتو کالو کې یوه ورځ، موافقې ته ونه رسېدل؛ په دومره لویه حیاتي مسئله کې به چې هر مشر او قوماندان یې د ارګ د نیولو او ولسمشر کېدلو اشتها لري، څرنګه موافقې ته ورسیږي؟ او که یې داسې فرض کړو چې دا ټول سیاسي او نظامي لېوان موافقې ته ورسیږي، نو بیا به دا موافقه چې د کابل حکومت برخه پکې ونه لري او یا برخه ولري، خو د حکومت په حیث په رسمیت پېژندل شوی نه وي، څوک او څرنګه عملي کوي؟
زه د یوه داسي افغان په حیث چې نه سیاسي تجربه او نه سیاسي پوهه لرم، ډاکټر زلمي خلیلزاد ته حیران یم چې د یوه په اصطلاح ګرګ باران دیده او یوه پوه سړي په حیث یې چې عمر یې ټول په سیاسي هلو ځلو کې تېر کړی دی، څرنګه پر داسې موافقتنامه باندې لاسلیک کوي چې د هغې اصلي موضوع چې سوله ده، پکې حل شوې نه وي.
زه یقین لرم چې امریکا که په افغانستان کې د سولې په مسئله کې ری نه وهي، لږ تر لږه له افغانستان څخه د خپلو پوځونو را ایستل غواړي او که په دې غوښتنه کې صادق نه وای، نو جمهور رییس ډونالډ ټرمپ نه خپل خارجه وزیر دوحې ته استاوه او نه یې د طالبانو له مشر ملابرادر سره په ټلیفون کې څه باندې پنځه دېرش دقیقې خبرې کولې او نه یې د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا څخه هیله کوله چې طالبان له تور لېست څخه وباسي.
زما اصلي ګیله چې یوازي دوستانه بڼه لري، له ډاکټر زلمي خلیلزاد څخه ده چې داسې نیمګړی سند یې څرنګه لاسلیک کړی او په دومره مهمه حیاتي مسئله کې یې څرنګه تر اندازې زیاته بې پروايي کړې ده؟
زلمی خلیلزاد د قطر او کابل تر منځ سرګردانه دی او د سولې په قضیه کې یو نیم بین المللي سفرونه هم کوي. په کابل کې د اشرف غني د حکومت تر څنګ له کرزي، ډاکټر عبدالله، ګلبدین، سیاف، خلیلي، محقق او … سره لیدنې کتنې کوي. د کابل په اصطلاح «خوب ساتش تیر است» سړی له خلیلزاد څخه پوښتنه وکړي چې په دې کسانو څه جوړه ده؟ دې کسانو په خپل ټول ژوند کې د افغانستان لپاره نه یو ګټور ګام پورته کړی او نه یې یوه ګټوره کلمه پر خوله راوړې ده او که چېرې دا لېوان او داړه ماران، فرض محال لاري ته راشي او خبرو ته غاړه کېږدي، نو له دوی سره څه واک دی چې هغه د سولې په ټینګولو کې پکار واچوي. هغوی د قدرت په وخت کې څه وکړل چې نن به یې په بې قدرتۍ کې وکړي.
ډاکټر زلمي خلیلزاد ته زما دوستانه مشوره دا ده چې که چېرې د کابل حکومت په رښتیا هم د طالبانو له ادعا سره سم، ګوډاګی او بې واکه رژیم وي او هر څه د امریکا په قول کوي، نو بیا خو دې اشرف غني ته امر وکړي چې څه زه درته وایم هغه کوه او که چېرې د کابل حکومت لکه څرنګه چې پخپله ادعا کوي، مستقل وي او خپله اراده لري، نو بیا خو د هغه له خوښې پرته سوله کېدلای نه شي. په دې صورت کې نو باید طالبانو ته قناعت ورکړي چې که په رښتیا هم سوله غواړي، نو په هر صورت چې کیږي د کابل له حکومت سره خبرو ته کېني. د هغوی استازي ومني او ټول جریان له سره پیل کړي. د امریکا، طالبانو او د کابل د حکومت تر منځ په خبرو کې به معلومه شي چې څوک سوله غواړي او څوک یې نه غواړي. کله چې د سولې موافقه، د دریو قواوو تر منځ لاسلیک شي بیا نو زه په بشپړ یقین ویلای شم چې د کابل مشران، کرزی، عبدالله، سیاف، ګلبدین، دوستم او… هېڅ ډول واک نه لري او د پښتو په اصطلاح یوه سترګه به یې ژاړي بله به یې خاندي او سولې ته به غاړه اېږدي.
که د افغانستان د سولې مسئله، واقعیتونو او حقیقتونو ته په کتو سره سمه روانه شي، نو زه یقین لرم چې سمه نتیجه به ورکړي او که په دغه اوسني شکل دوام وکړي، نو به د افغانستان د بېچاره او مظلومو ولس د ناعلاجه او اوږدو رنځونو په څېر همداسې روانه وي.
و ما علینا الّاالبلاغ