ژباړه: امان الله تاند
کرونا ویروس، د امریکا له لوري لګېدلي بندیزونه او په نړیوال مارکېټ کې د خامو تیلو د بیو راغورځېدل هغه څه وو چې د ایران اقتصاد ته يې بې ساري تاوانونه واړول او هغه دندې او کارونه چې پر مرسته یې افغان کډوالو کولی شول خپل ژوند تېر کړي، په یاد هېواد کې له منځه یووړل.
له تېرو څلورو لسیزو راهیسې په زرګونو افغان کډوال له خپل جګړه ځپلي هېواد څخه وتلو ته اړ شوي او په ایران کې ژوند تېروي. په داسې حال کې چې د یادو کډوالو له ډلې ځینې په خپله خوښه او ځینې بیا په زور له ایران څخه هېواد ته د راستنېدو په حال کې دي.
په اوس وخت کې د کډوالو دغه راستنېدنه که له یوې خوا شته لږې روغتیايي سرچینې ګواښي، له بلې خوا د هېواد په کچه د کرونا ویروس خپرېدو سره هم مرسته کوي.
دغه راستنېدونکي کډوال په فراه او هرات ولایتونو کې هم کرونا ویروس خپروي، هغه ځایونه چې کډوال پکې په کوچنیو خونو او همدارنګه په هغو بسونو کې وخت تېروي چې ګڼه ګوڼه پکې وي او کابل ته د ۱۴ ساعتونو په اندازه سفر پکې ترسره کوي.
افغانستان چې له یوې خوا د نړیوالو مرستو کمېدو، طالب جنګیالیو او همدارنګه د سیاسي کړکېچ چې د نامناسب حکومت په ترڅ کې رامنځ ته شوی، د دې وړتیا نه لري چې له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې او د کرونا ویروس مخنیوي په برخه کې لاس پر کار شي. دا ځکه چې افغانستان له یوې خوا نه هغسې روغتیايي اسانتیاوې لري او نه هم قوي ادارې چې پر مټ یې وکولی شي له کډوالو سره مرسته وکړي او یا د هغه ویروس مخه ډب کړي کوم چې د کډوالو په راستنېدو سره هېواد ته را انتقالیږي.
نو دغسې یو نازک حالت طالبانو ته فرصت برابر کړی چې له هغو کسانو سره روغتیايي مرستې وکړي چې په ویروس اخته شوي دي. د شوروي اتحاد له یرغل وروسته چې په ۱۹۷۹ کې ترسره شو، ډېری افغانان د خپل جګړه ځپلي هېواد پرېښودو ته اړ شول.
په تېرو څلورو لسیزو کې په میلونونو افغانان ګاونډي هېواد پاکستان ته ورکډه شول، د خیبر پښتونخوا ایالت اړوند د پېښور ښار په شاوخوا کې مېشت شول، هغه ځای چې د خلکو کلتور او ژبه یې له افغانستان سره یو شان ده او په ځانګړې توګه د کابل او جلال آباد سیمو له اوسیدونکو سره ورته والی لري. په تېرو څو لسیزو کې افغان کډوال په خپله خوښه او یا په زور افغانستان ته بېرته راستانه شوي او په لویه کچه په جلال آباد او کابل ښارونو کې یې ژوند غوره کړی دی.
په اروپا او ترکیه کې له سوري کډوالو وروسته په زیات شمېر افغان کډوال هلته مېشت دي او یو شمېر افغان کډوال بیا په هند، مالیزیا او اسټرالیا کې هم ژوند تېروي. دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغانانو په جلاوطنۍ کې یو نسل او یا له هغه هم ډېر وخت تېر کړی او په بهر نړۍ کې ځینې داسې افغان ماشومان هم شته، چې تر دې مهاله یې خپل هېواد په سترګو نه دی لیدلی. یو شمېر افغانان چې د تاجک او هزاره توکمو لږکیو قومونو سره تړاو لري او شمېر یې زرګونو کسانو ته رسېږي، په لویدیځه پوله ایران ته کډه شوي چې زیاتره یې په دري ژبه خبرې کوي او هغه افغانان چې ایران ته کډه شوي، زیاتره یې شیعه مذهبي دي چې دا مذهب په ایران کې اکثریت او په افغانستان کې اقلیت جوړوي.
د ایران او افغانستان په پوله تګ راتګ نه یوازې ستونزمن وي، بلکې له خطره هم کم نه وي. په دې سیمو کې کم شمېر خلک ژوند کوي او دا ځای نیمه وچه دښته تشکیلوي.
د ایران او افغانستان په پوله په رسمي توګه درې د تګ راتګ ځایونه شته، خو دا چې دا پوله له یوه پرانیستي هېواد (افغانستان) سره پرته ده، نو ځکه زیاتره افغانان په عامه توګه له رسمي ځایونو پرته تګ راتګ کوي. له ایران سره پر پوله د قاچاق یو فعال کاروبار شته چې په ترڅ کې یې افغان کډوال او هغه مالونه چې زیاتره پکې مخدره توکي وي، ایران هېواد ته انتقالیږي. فراه او هرات هغه ولایتونه دي چې د ایران پولې ته نږدې پراته دي.
د هرات لرغونی ښار چې شاوخوا پنځه لکه نفوس لري، له هغو سیمو څخه ده چې زیات شمېر افغانان ترې ایران ته داخلیږي او یا له هغه هېواد څخه افغانستان ته راستنېږي. د فراه ښار چې شاوخوا پنځوس زره خلک پکې اوسیږي، ډېری سیمې یې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او تر ډېره له پامه غورځېدلی ښکاري.
د رسمي شمېرو له مخې، شاوخوا یو میلیون افغانان چې قانوني اسناد لري او یو زیات شمېر نور افغان کډوال په ایران کې مېشت دي. تر دې چې ځینې شمېرې ښیي چې په یاد هېواد کې ۴.۵ میلیون افغان کډوال مېشت دي.
په ایران کې د ټولو افغان کډوالو ۹۷ سلنه په ښاري او نیمه ښاري سیمو کې ژوند کوي چې زیاتره یې په ورځ مزدورۍ په ساختماني پروژو او همدارنګه داخلي برخو کې په دندو بوخت وي. او د ټولو کډوالو یوازې ۳ سلنه بیا په هغو شلو کمپونو کې ژوند تېروي چې د ایران حکومت له لوري جوړ شوي دي.
د ایران په زیاترو ښارونو کې یو شمېر وروسته پاتې ښارګوټي شته چې افغان کډوال پکې ژوند تېروي او زیات شمېر هغه ښارونه چې افغان کډوال پکې مېشت دي، له تهران، مشهد او قم ښارونو څخه عبارت دي.
د افغانانو د استوګنو ځایونو کنټرول او معلومولو لپاره ایران یو شمېر ښارونه او سیمې ځانګړې کړې دي، له هغو پرته د بېلګې په توګه اصفهان او اردبیل بیا هغه ولایتونه دي چې هلته عام افغانان حتی د تګ اجازه هم نه لري.
په ایران کې شاوخوا ۴۵۰ زره افغانان قانوني اسناد لري او د هغو قانوني اسنادو پر مټ کولی شي په قانوني توګه هلته خپل ژوند تېر کړي او خپل کاروبارونه هلته وکړي. چې له ډلې یې تعلیمي ادارو، روغتیايي مرکزونو، او کار ځایونو ته د تګ قانوني اجازه لري.
په ۲۰۱۷ ز کال کې د ایران حکومت د یو شمېر افغان کډوالو سرشمېرنه د هغوی د قانوني کولو په موخه وکړه او په همدې ترڅ کې یې هغوی ته یو ډول اسناد چې په ایران کې ورته (آمایش) وايي او یوازې غیر رسمي کډوالو ته ورکول کېږي، ورکړل او ۸۰۴ زره افغان کډوال په همدې لړ کې ثبت شول.
که څه هم چې په ایران کې ډېرې افغان کورنۍ ژوند تېروي، خو له ډلې یې زیات شمېر بیا داسې کسان هم په دغه کې ژوند تېروي چې ایران ته یوازې د کار ترسره کولو لپاره تللي وي او یو شمېر افغان کډوال چې موخه یې د ترکیې له لارې اروپا ته تګ وي، د ایران له لارې تېرېږي. دغه راز ایران په دې وروستیو کې له دریو بهرنیو اقتصادي او ټولنیزو ګواښونو سره مخ شو چې له، په نړیواله کچه د خامو تیلو د بیو رالوېدل، د امریکا له لوري اقتصادي بندیزونه او د کرونا ویروس څخه عبارت دي.
په ۲۰۱۸-۲۰۱۹ مالي کال کې د ایران ناخالص کورني عواید ۴.۷ سلنه راښکته شول او د ۲۰۱۹ – ۲۰۲۰ مالي کال په لومړنیو نهو میاشتو کې د ایران ناخالص کورني عواید بیا ۱۴.۱ سلنه راښکته شول او دغه کار په یاد هېواد کې د بې کارۍ کچه ۱۰ سلنه لوړه کړه او هغه کسان چې عمرونه یې د ۱۵ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي، د هغوی د بې کارۍ کچه له ۲۵ سلنې هم لوړه شوه.
په آسیا کې ایران لومړنی هېواد و چې د کرونا مرګونې څپې یې و ازمویلې او اوس له روسیې او چین وروسته په آسیا کې درېیم هېواد دی چې د کرونا ویروس ډېرې پېښې پکې ثبت شوي او زرګونهکسان پکې د یاد ویروس له امله مړه شوي دي.
د رسمي شمېرو په پرتله ښايي په ویروس د اخته کسانو شمېر څو برابره ځکه لوړ وي چې په ایران کې د کرونا ویروس معاینه کېدو امکانات ډېر کم دي او په همدې ترتیب رسمي شمېرې نامعلومې دي. د ایران یو شمېر چارواکي او د هغوی له ډلې د روغتیا وزارت مرستیال هم په کرونا ویروس اخته شو.
دا چې کرونا ویروس په نورو هېوادونو کې مخ پر زیاتېدو دی، په ایران کې یې هغه خلک ډېر ځپلي چې په ټیټه طبقه کې ژوند کوي چې له هغې ډلې افغان کډوال چې په وړو استوګنځایونو کې چې د ګڼې ګوڼې احتمال پکې زیات دی، ډېر ځپلي؛ ځکه هغوی ته په کورونو کې یوازې پاتې کېدل او ټولنیز واټن غوره کول یو څه ستونزمن وو.
د لومړي ځل لپاره د ایران په قم ښار کې د روان کال فبرورۍ میاشتې په ۱۹مه د کرونا ویروس لومړنۍ پېښه ثبت شوه او داسې ویل کېدل چې یو تن ایرانی طبعه چې تازه له چین څخه له سوداګریز سفر وروسته قم ښار ته راستون شوی و، کرونا ویروس یې له ځان سره رالېږدولی دی.
قم چې په مذهبي کچه د ایران یو پراخه ښار ګڼل کېږي، د شیعه مذهب اړوند پراخه عبادتځایونه پکې شتون لري او هلته داسې انګېرل کېږي چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم زیارتونه موقعیت لري او دا خبره بیا په شیعه مذهب کې ځانګړی حیثیت لري.
د شیعه مذهب عبادتځایونه د ایران په مختلفو برخو کې موجود دي، مګر په مشهد او قم ښار کې بیا دغه مذهبي عبادتځایونه د نورو سیمو په پرتله یو څه ډېر دي او یاد عبادتځایونه بیا د شیعه مذهب ټیټې طبقې لپاره ځکه ځانګړی او اړین حیثیت لري، چې هغوی دغو ځایونو ته په راتګ له خپل پروردګاره د ځانګړو دعاوو قبلېدو ترڅنګ غوښتنه کوي چې د هغوی بخت او طالع کار وکړي.
د درناوي او احترام لپاره زیارتونو ته غاړې اېښودل او د هغوی مچي کول هلته معمول وي او دا بیا هغه څه دي چې د ویروس له خپرېدو سره نور هم مرسته کوي.
دا چې په ایران کې زیاتره افغان کډوال شیعه مذهبي دي، هغه مذهب چې په ایران کې اکثریت دی، افغان کډوال په ایران کې په یادو زیارتونو د خپلې عقیدې له مخې ورمات شوي وي چې زیاتره یې بې وزله طبقه ده او بله دا چې دغه مذهبي ځایونه زیاتره په هغو سیمو کې دي، چې ډېر افغان کډوال پکې مېشت وي.
ایران د خپل مخ پر ځوړ اقتصاد او د کرونا ویروس د خپرېدو له امله افغان کډوال له خپل هېواده ایستلو ته اړ باسي او ځینې وختونه ورسره له ډېر زوره هم کار اخلي او کډوال تر افغان پولې پورې رسوي. زیاتره هغه کسان چې له ایران څخه ایستل شوي، انفرادي کسان دي، خو داسې کورنۍ هم شته چې له ماشومانو سره یو ځای له ایرانه شړل شوي دي.
هغه کسان چې له ایران څخه په زور ایستل شوي، په افغانستان کې د کاري فرصتونو لږوالي له امله د هغوی ۵۰ سلنو یې بېرته د دې هڅه کړې چې د قاچاقبارانو په مرسته د کار او روزګار لپاره بېرته ایران ته ولاړ شي. په داسې حال کې چې د قاچاقبرانو زیاتره هغه یې د ډېرې بدې رویې خاوندان وي او له خلکو سره ناوړه رویه کوي او ډېر ځله داسې هم شوي چې عام مسافر یې جرمي ډلو ته په لوی لاس سپارلي او هغوی یې بیا د خوشې کېدو په بدل کې له بندیانو څخه د روپیو اخیستو غوښتنه کوي.
د کډوالۍ نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې، د روان کال په لومړیو څلور نیمو میاشتو یعنې مې میاشتې تر نهمې پورې ۲۷۷۹۰۵ هغه افغان کډوال چې په ایران کې مېشت وو او قانوني اسناد یې نه درلودل، په زور ایستل شوي او د اسلام قلعې او نیمروز له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
خو په دې کې بیا ۸۰.۴ سلنه داسې کسان هم شامل وو چې په خپله خوښه یې غوښتل له ایران څخه هېواد ته راستانه شي او ۱۹.۶ سلنه په رسمي توګه له یاد هېواد څخه ایستل شوي دي. د روژې میاشتې (د اپرېل له ۲۴ مې بیا د مې تر ۲۲ مې پورې) که څه هم د کډوالو راستنېدل یو څه کم شوي، خو دغه لړۍ په ټپه نه ده درېدلې. له ایران سره پر پوله د دوو نقطو له لارې د خلکو ستنېدل د هرې ورځې په حساب زرګونو کسانو ته رسیږي، که څه هم دغه شمېرې اونۍ تر اونۍ فرق کوي.
د روان کال د اپریل میاشتې په درېیمه اونۍ یا د روژې میاشتې له پیل کېدو یوه اونۍ وړاندې شاوخوا ۶۲۳۴۱ کډوال له ایران سره په پوله را اوښتي چې په ورځني ډول اته زره کسان هېواد ته راستانه شوي دي. په قانوني توګه له تګ راتګ سربېره په زرګونو کسانو په ناقانونه توګه د ایران په پوله اوښتي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، یو زیات شمېر قاچاقبران ایران ته د افغانانو تګ راتګ لپاره آسانتیاوې برابروي.
د ۲۰۰۱ ز کال په پیلېدو سره زیاتره قاچاقبرانو د ایران له لارې هڅه کول عام افغانان اروپا ته ولېږدوي، په داسې حال کې چې اوس خبره معکوسه ښکاري او خلک بېرته افغانستان ته ستنېږي. هغه افغان کډوال چې د ایراني چارواکو له لوري په زور ايستلو ته اړ کېدل، هغوی به په صفري نقطه کې خوشې کېدل چې د دواړو هېوادونو منځنۍ نقطه ګڼل کېږي. په همدې ځای کې د یو شمېر نړیوالې ادارې د افغان حکومت سره یو ځای د راستانو شویو ګډوالو سره مرستې کوي ترڅو هغوی په خپل هېواد کې ځای پر ځای کړي. له ایران څخه د راشړلو پر وخت ډېری افغان کډوال پرته له یو جوړ جامو چې په تن یې وي، نور هر څه هلته په ایران کې پرېږدي.
په ایران کې زیاتره کډوال چې ورځنۍ مزدوري کوي، د هغوی یو شمېر قانوني اسناد نه لري او په یاد هېود کې له هغوی سره ډېر ناوړه چلند کېږي، تر دې چې د هغو ایرانيانو سره چې دغو افغان کارګرو کار کاوه، هغوی ته به یې د خپلې مزدورۍ پیسې نه ورکولې او کله داسې هم شوي چې کارګرو ته به د مزدورۍ په بدله کې مخدره توکي ورکول کېدل او همدا علت و چې افغانستان ته اکثریت راستانه شوي کډوال په نشه یي توکو او په ځانګړې توګه په هېروئینو روږدي وي.
د راستنو شویو کډوالو په منځ کې داسې کسان هم شته چې د یو نسل په اندازه یې کلونه کلونه په بهر کې تېر کړي وي او له خپلو کورنیو سره په افغانستان کې هېڅ ډول اړیکې نه لري. نو هغوی په افغانستان کې د اوسېدو هېڅ ځای نه ویني چې هلته ورستانه شي او همدا علت دی چې یاد کډوال یا په هرات کې مېشت شي او یا د ۱۴ ساعتونو اوږد جنجالي سفر وروسته کابل ته ولاړ شي. تر دې چې ځینې د فراه مرکز ته چې د موټر د څو ساعتونو اوږده لاره ده، ورستنېدو ته زړه ښه کوي، خو له ډېرو هغو سره یې حتی بیا د لارې کرایه هم نه وي.
کله چې افغان کډوال له ایران څخه راستنیږي، موږ تر هر څه لومړی هغوی ته ګرم خواړه ورکوو؛ ځکه مونږ ته معلومیږي چې هغوی په ډېره بده توګه په بند کې وخت تېر کړی وي، دا خبرې د ایران سره په پوله یو افغان امنیتي چارواکي د کډوالۍ نړیوالې ادارې سره په خپله یوه مرکه کې کړي دي. نوموړي امنیتي چارواکي په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې راستانه شوي کډوال موږ لومړی ثبتوو او هڅه کوو چې د هغوی اړینو اړتیاوو؛ لکه، روغتیايي، استوګنې او حتی خپلو کورنیو او خپلوانو ته د هغوی لېږدولو په برخه کې لازمې مرستې ترسره کړو.
له ایران سره پر پوله په راستنو شویو کډوالو کې د ویروس ازموینې، تبې معلومولو او یا د هغوی قرنطین کولو په برخه کې افغان حکومت او نړیوالې ادارې د دې وړتیا نه لري ترڅو په یادو برخو کې له کډوالو سره مرستې وکړي او داسې اټکل کېږي چې په هرو راستنو شویو کډوالو کې نیمايي هغه یې په ویروس اخته وي، خو د ویروس ازموینې لپاره وسایل نه وي، نه د هغوی درملنه کېږي او نه قرنطین کېږي.
په داسې حال کې چې د شته ستونزو؛ لکه، د طالبانو سره د خبرو اترو نه پیلېدل، د متحده آیالتونو له خوا د ځواکونو ایستل او د مرستو کمولو ګواښونه کېږي، هغه کډوال چې له ایران څخه افغانستان ته راستنیږي، د کرونا ویروس له ځان سره رانتقالوي چې دغه هېواد یې له سترې وبا سره مخ کړی دی.
د تازه څېړونو له مخې ښايي د کابل نیمايي نفوس په کرونا ویروس اخته شوی وي. او افغان حکومت داسې اټکل کوي چې ښايي د کرونا ویروس له امله ۱۱۰ زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي. په داسې حال کې چې د ځینو شمېرو له مخې داسې اټکل هم کېدای شي چې دغه شمېره به شپږ ځله لوړه شي.
بل دا چې په اوس وخت کې زیاتره افغانان د کرونا په پرتله په جګړو ډېر وژل کېږي، خو دا چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو او ناروغیو له امله د مرګ کچې معلومولو په برخه کې کم معلومات نه شته، نو په همدې بنسټ د کرونا ویروس له امله د وژل شویو کسانو اصلي ارقام نه شي معلومېدلی چې څومره به وي. له بده مرغه افغانستان روانې وبا ته په ښه توګه چمتووالی نه لري او د ټول نفوس (۳۶ میلیون) څخه یو کم شمېرکسانو ټیسټونهکړي دي.
که څه هم چې پر ویروس د اخته کسانو معاینه ترسره کول د مسئلې اصلي اړخ دی، افغان حکومت په پام کې لري چې له نړیوال مارکیټ څخه ۵زره کیټونه وپېري، خو په اوس وخت کې د ازموینو ترسره کولو لپاره د کیټونو له پراخه کموالي سره مخ دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار په وینا، هېواد یې ناروغانو ته د بسترونو، وینټیلیټرز (ساه اخیستلو ماشینونو) او د مسلکي کسانو په برخه کې د دې وړتیا نه لري ترڅو د ناروغانو په سمه توګه درملنه وشي او هر څه سم اداره شي.
له دې پرته دا چې د نړۍ په کچه افغان ولس د بې وزله ولسونو په کتار کې ځای لري، نو په همدې بنسټ دا هېواد د کرونا ویروس مخنیوي په برخه کې د اغېزناکه ګرځبندیز پلي کولو وړتیا ځکه نه لري چې زیاتره خلک په ورځنۍ مزدورۍ غواړي خپل ژوند پرمخ بوځي.
په داسې حال کې چې افغان حکومت په اړمنو خلکو د خوراکي توکو د وېش لړۍ لپاره یو پروګرام پیل کړ، مګر ولیدل شول چې د یاد پروګرام لپاره یو اغېزناکه سیستم شتون نه درلود تر دې چې یو شمېر اړمنو خلکو ته په ډېر کم شمېر کې خوراکي توکي ورسېدل چې د هغوی اړتیا یې نه شوه پوره کولی.
دا چې زیاتره افغانان په حکومتي چارواکو باور نه کوي، نو په همدې اساس عام خلک دې ته هېڅ چمتووالی نه ښيي چې د یادو حکومتي چارواکو فرمانونه او غوښتنې دې پر ځان عملي کړي.
د کرونا ویروس په برخه کې د عامه پوهاوي نشتوالي او په روغتیايي کارکوونکو بې باوري عام خلک دې ته لیواله کړي چې هر څه په خپل لاس کې واخلي او دې کار بیا د ویروس له خپرېدو سره ډېره مرسته کړې ده. داسې چې په ویروس اخته کسان نه غواړي چې ټیسټونه یې ترسره شي او یا هیڅ د درملنې په لټه کې نه وي.
که وکتل شي، زیاتره خلک په غیر معیاري استوګنځیو کې ژوند کوي، داسې چې په یوه خونه کې څو تنه ژوند کوي او د هغوی جلا کول ستونزمن برېښي چې د ویروس خپرېدو ته لاره هواروي او دا کار بیا کولی شي ستونزه نوره هم پیچلې کړي.
د کرونا ویروس ستونزې ته په کتو، د افغانستان زیاتره سیمې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، هلته ولیدل شول، یو شمېر طالبان چې ماسکونه یې اچولي وو، د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې ته یې کار وایه او په یو شمېر تازه ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې دا ځل طالبان د خپلو جنګیالیو پر ځای چې فایرونه ترسره کوي، کور په کور ګرځي د عامو خلکو د بدن تودوخه به یې کتله او پر هغوی به یې د ميکروب ضد مایع وېشله او په دې توګه طالبانو هڅه کوله چې وښيي، د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې ته ژمن دي تر دې چې له ایران څخه د راستنو شویو کسانو تر دوو اونیو پورې د قرنطین کولو کلکه غوښتنه یې هم کوله.
له دې پرته طالبانو ادعا کوله چې د روغتیا په برخه کې د عامه پوهاوي لپاره یې ځانګړي ټیمونه او ډلې ګمارلي، د درملو وېش او د قرنطین مرکزونه یې پرانیستي دي. که څه یو شمېر افغانان بیا شک څرګندوي چې طالبان د داسې ویډیوګانو په ښودلو سره داسې اراده لري ترڅو په افغان حکومت د خلکو باور له منځه یوسي.
د طالبانو فعالیتونو ته په پام سره داسې سرچینې او ادارې شتون نه لري، ترڅو د کرونا سره د مبارزې په برخه کې ترې په اغېزناکه توګه ګټه پورته شي او داسې ښکاري چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مخ پر زیاتېدو دی او حالت د ښه کېدو پر ځای مخ پر خرابېدو روان دي.