که له یوی خواه زموږ ویاړمند تاریخ د غازی وزیر محمداکبرخان، ایوب خان، میربچه خان او لسګونو نورو غازیان، ښاغلو او د افغان ساتني له نوموتو او مبارکو غورځنګونو، انقلابونو او حماسو ډک ده، په مقابل کې زموږ د دښمنانو، د انسانیت د ښیرازۍ د بدخواحانو او د اسلامي امت د عزت د ورځی د قسم خوړلیو مخالفانو تاریخ هم د غچ، انتقام، کیني، نفرت، شرارت او فتني له بوږنونکو کیسو او روایتونو مالامال ده.
دوی د موهن لال کشمیری پر څیر د فساد پیشوو مخبرانو، اجنټانو، خبرچینانو او جاسوسانو پر څیر پرون د عبدالله خان اڅګزی او عنایت الله خان لوګری ترمنځ د نفاق بزغلي کرل، ابله ورځ یې د افغان هویت ( اسلامیت ـ افغانیت ) پر خلاف د بیلتون د دسیسو تر شا وو او همدا نن بیا د افغان تاریخ د یوه ویاړمند فصل د اصلي خلق کوونکي یعنی د لومړۍ افغان ـ انګریز د غزاه د ملي اتل غازی وزیر محمد اکبرخان د تاریخی یادګارونو پر کمزوری کولو، کاواکه کولو، متنازع کولو او بي ارځښته کولو ناکامه شیطاني هڅه کوی.
هغه چې د دي فرنګي، اسلام او افغان دښمني هڅې مشهوده بېلګه د شهید استاد ډاکتر ایاز نیازی قصدا خاورو ته د وزیر محمداکبرخان پر جامع مسجد کې سپارل او بیا اوس د همدغه مسجد د تاریخی، ملي او سیاسي اصالت د بدلولو کیسه ده. موږ منو چې استاز نیازی د افغان وطن ریښتوني خدایی خدمتګار او خیرخواه عالم وو، دهغه د هڅو قدر کول غواړو او هیله لرو چې حکومت یې علمي هڅو او سرښندنو ته پر درناوی د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي پر نوم ونوموی. مګر دا هېڅکله راته د منلو نه ده چې هم مو ووژني او مو د تاریخ د مسخه کولو او د تاریخی ارزښتونو د مسخره کولو سپکاوی راته وکړې.
داسي ښکاری چې کابل میشتی انګریزی فرنګي او امریکایی مغلي سفارتونه د شوربازار د موهن لال کشمیری د جاسوسانو او سقاوی عناصرو پر ملتیا غواړی زموږ پر وینو کې د لژنده حالت څخه په استفادی د میوند او مکناټن غچ واخلي. پر همدی خاطر یاد سفارتونو او پنځم ستون یې د اتنیکي تعصبي ډلو سره چې د فرید مزدک لارویان، ستميان او شوله یان دی يوځای او پر ګډه داسي مهال چې افغان ملت د جګړې د پای، یو او بل منلو ـ زغملو او سولې ته کار کړې مګر دوی تراژیدۍ رامنځته کوی، اوبه خړوی، نفاق اچونکو مسلو ته لمن وهي او حتی د افغانانو د یوالي او وحدت پر شارګونو بریدونه کړې، په لوی لاس متفق علیه کارونه متنازع کوی او نوی ـ نوی جنجالونه رامنځته کوی.
دوی تر دې وړاندی يوځل د کابل پر ششدرک سیمه کې دهغې وني پر له منځه وړلو سره چيرته چې وزیر اکبرخان او محمدشاه خان بابکر خیل هلته مکناټن هلاک کړې وو له منځه یوړله او د مکناټن روح یې پرې تسکین کړه او داځل د لوی غازی وزیر محمداکبرخان د مسجد تاریخي اصالت ته پر سپکاوی سره غواړی پر لوی لاس د یوه ملت تاریخی ویاړونه او کارنامی کاواکه او بی ارځښته کړې. هغه وزیر اکبرخان چې د جنرال الفنستون په څیر د واټرلو د مشهوری انګریزی جګړې اتلان یې مات کړل، هغه څوک چې ناپلئون هغه د انګریزی مستعمراتو اوسپنیز سوک وایه، بل لور ته هغه ځانی، مالی او حیثیتی تاوانونه چې افغان غازیانو انګریزانو ته د غازی اکبرخان تر رهبری لاندی ور واړول بېساری او د انګریزی مورخینو د اعترافاتو او یاداښتونو پر بنسټ چې د انګریزانو پر ټولو مستعمرو کې یې د دغسي پریمانه زیانونو ساری او بېلګه نه وه لیدلی.
مګر الحمدالله د افغان انسان غرور پر ایشیدلو ده، هغه ورځ لری نه ده چې ولس د افغانستان د تذلیل او دغو ارزښتونو او شخصیتونو ته د سپکاوی په جرم ستاسو د ذلیلانه کردارونوه انتقام درڅخه واخلی او موږ به د پردو هیلو دا ازغن تار پر ملي تېغ ډېر ژر غوڅ کړو. بل لور ته وزیر اکبرخان هغه څوک ده چې پر لومړۍ افغان ـ انګریز جګړه کې یې د وطن د آزادۍ متولیان، غازیان او د خدای د لاری مجاهدانو رهبری هغه مهال چې ایله ۲۰ کلن وو پر غاړه واخیسته، هېواد یې له شماله تر جنوبه د وطن د آزادۍ په لار کې په یوه ټغر راټول او په یوه سنګر کې متحد کړل. هغه پر وروستي تدبیر او بشردوستانه کردار سره د یوه بی تجربي، نامنظم، د وسلو او تنظیم له اړخه نابرابره ولسي ځواک په مټ یې د وخت د ترټولو مجهز، منظم، مغروره او کبرجن زبرځواک فرنګي انګریز د استعمار ټول جالونه، چالونه، د مکر او شیطانۍ طلسم ترپندونه ورمات، تارو مار او د وخت دغه بدمست ته یې د تاریخ تر ټولو شرمونکي او مثالی درس ورکړل. هغه چې د دی تاریخی ماتی، د یوه ملت د غرور او پر ځانګړې توګه د ځوان او کاریځما شخصیت غازی وزیر محمد اکبرخان د اهیبت، جلال، شان، نظامي تکتیکي تدبیرونو، د جګړې په حالت کې له افغاني صله رحمۍ مالامال انسانی کردار بیان خپله د انګریزی جنرالانو، شهزادګیو او اتباعو په لاس د لیکل شویو کیسو او زرګونه مکتوبی یاداښتونه باندی د بریټانیی سلطنتي ارشیف ډک ده.
زه ډاډه یم هغه ولسي هل هله، غوغاه او ملي چېغه چې همداوس د لوی غازی وزیر محمداکبرخان پر دفاع جوړه شوی د دی غازی د اتلولیو، مبارز او سرښندنو د ملي رنګ او ننګ هیله بښوونکي نطاره ده. د وطن سره غداران، دشر او فساد ډانګیان، د جهاد او مقاومت بړیڅي، د لنډي کوتل ګنډې ماران، د فرنګ او مغل د سوټیانو سرونه به د دې ولسي ویښتابه او ملي وحدت په قوت سره لکه د مارانو په څیر ور وټکول شي. نن به د فرنګ او مغل د ناکام انتقام له وجی د لوی غازی او د وطن د ټولو متولیانو روحونه خوښ، آرام او په سکونه کې وی. درنښت