د افغانستان د ا.ا د ماليې وزارت وايي چې د ټولو دولتي ادارو د کارکوونکو د چنګاښ د مياشتې معاشونه د لوی اختر تر را رسېدو مخکې ورکوي. د ماليې وزارت چارواکي وايي چې په همدې موخه يې ټولو دولتي ادارو ته خبر ورکړی چې د خپلو کارکوونکو د معاش استحقاقونه د دغه وزارت د خزاينو عمومي رياست ته واستوي.
د دولتي ادارو ځينو کارکوونکو له رسنيو سره په خبرو کې د ماليې وزارت د دې اقدام هرکلی کړی او ويلي يې دي چې که د چنګاښ معاش د مياشتې تر بشپړيدو مخکې واخلي نو د اختر لپاره به يې دسترخوانونه ډک شي.



































