ملا هبت الله اخندزاده د پنجشیر له یو شمېر علماوو او مخورو سره کتلي دي. د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي، چې په دې غونډه کې په پنجشير او اندراب کې د طالبانو پوځي مسوول عبدالقيوم ذاکر، د دغه ولايت د طالبانو والي محمد محسن او په لسګونو نورو علماوو او مخورو ګډون کړى و. دا لومړی ځل دی چې د طالبانو مشر د پنجشیر ولایت له علماوو او چارواکو سره ګوري.





























