ايران د مارچ په لومړۍ نېټه ومنله، چې مذهبي مشر سید علي خامنه ای يې د امريکا او اسرائيل په بريدونو کې وژل شوی دی. د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان په همدې شپه رسنيو ته ويلي، چې لنډ مهالې مشرتابه شورا په همدې ورځ خپل کارونه پيل کړي او د ماموريت موده به يې د نوي مذهبي مشر تر ټاکل کېدو پورې دوام ولري.
سيد علي خامنه ای د تېرې پېړۍ له اتمې لسيزې راهيسې د ايران د ولسمشر او مذهبي مشر دندې پرغاړه درلودې او مړينه یې د ايران پر حالت ستره اغېزه لرلی شي.
د ايران لوړ پوړي واکونه به په ثابته توګه انتقال شي؟ ايا د دغه هېواد ځوابي بريدونه به لا سخت وي او د اوږدې مودې لپاره به دوام ولري؟ د منځني ختيځ په وضعيت کې به کوم احتمالي بدلونونه راشي؟
ایا د ايران حالت به ثبات ولري؟
د سيد علي خامنه ای وژنه به خامخا ايران ته په درنه بیه پرېوځي او دغه هېواد به ډېر زيانونه وګالي. تراوسه یې ځای ناستی معلوم نه دی. خو د کارپوهانو په نظر، دا پېښه ممکن د دغه هېواد د ناارامۍ سبب ونه ګرځي. د ايراني چارواکو په قول دغه هېواد د خامنه ای تر مړينې وروسته د انتقالي مرحلې بېړنۍ لایحه چمتو کړې ده.
د برېتانیا د لندن پوهنتون د ځينو کارپوهانو په اند، د ايران په اساسي قانون او سياسي نظام کې د مذهبي مشر د ځای ناستي او له بحران سره د مقابلې ترتيبات ليکل شوي دي. په يوه لنډه موده کې د خامنه ای وژل کېدل به د ملي احساساتو د سختېدو سبب وګرځي او د بهرني ګواښ په اثر د ايران حکومت ښايي لا ثابت پاتې شي او دريځ به يې لا سرسخت وي. د ايران اسلامي انقلابي ګارډ به د واک په انتقالي مرحله کې کليدي رول ولوبوي.
د امريکا د ستراتيژۍ او نړيوالو مسئلو څېړنيز مرکز د يو کارپوه په نظر، د خامنه ای وژنه د سياسي قدرت د بدلولو موخې ته د امريکا او اسرائيلو د رسېدو مانا نه ورکوي او دا ډېر ستونزمن کار دی، چې يوازې په هوايي بمبارۍ د ايراني قدرت او ايرانيانو نظريې بدلې شي.
ايا جنګ به نور هم زور واخلي؟
د ايران اسلامي انقلابي ګارډ د مارچ په لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې پر امريکا او اسرائيل به ”د تاريخ تر ټولو سختې حملې“ وکړي. د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ يې په غبرګون کې ويلي، چې ځواکونه به يې حملو ته ”بې ساري ځوابونه “ ورکړي.
د ناټو پخواني لوړ پوړي پوځي مشر جېمس جورج ستافريديس ويلي، که ايران په رکود کې ولوېږي، نو د دې شونتيا شته چې په لا سخت چلند به ځوابي ګام پورته کړي.
د شانګهای د بهرنيو ژبو پوهنتون د منځني ختيځ څېړنيز مرکز مرستيال څېړونکي باو چنګ جانګ دا نظر لري: ايران به لا سخت غچ واخلي څو د حکومت مشروعيت او کورنی يووالی خوندي وساتي. نو په داسې حال کې به دا سيمه د شخړې له سختېدو سره مخ شي.
خو د امريکا او اسرائيل په مقابل کې د ايران د راتلونکو عملياتو پيمانه او اغېزه به تر خپلو پاتې ځواکونو او جنګي زيانونو محدوده شي. د امريکا او برېتانيا د پوځي کارپوهانو په تحليل، تراوسه مالومه نه ده، چې په ايران کې څومره باليستيک توغندي پاتې دي. دغه هېواد ممکن يوازې د څو ورځو لپاره د لويو بريدونو توان ولري، خو د امريکا د يوې الوتکې وړونکې بيړې جنګي ډله په يوه ورځ کې لسګونه بريدونه کولای او د څو اوونيو لپاره جنګي دندې ته دوام ورکولای شي.
د منځني ختيځ حالت به څنګه بدل شي؟
د خامنه ای وژل کېدل او د ايراني ځواکونو کمزورتيا د منځني ختيځ پر سياسي حالت اغېزه لرلی شي.
د امريکا ملي راډيو په يوه ليکنه کې ويلي، دا چې اسرائيل له وروستيو څو کلونو راهيسې په سيمه کې د ايران نفوذ پر له پسې کمزوری کړی او دغه ځل يې له امريکا سره په ګډه د ايران پر لوړ پوړيو چارواکو بريدونه کړي، نو بې له شکه په منځني ختيځ کې يې د امريکا او اسرائيل ضد ډلو ته سخت زيانونه رسولي دي. دغه راز د ايران په مشرۍ د ”مقاومت جبهې“ اغېزه به هم تر ډېره بريده کمه او په منځني ختيځ کې د اسرائيل جغرافيايي ښيګڼې لا ټينګې شي.
د شانګهای د بهرنيو ژبو پوهنتون د منځني ختيځ څېړنيز مرکز مرستيال څېړونکي باو چنګ جانګ پر دې اند دی، ايران د خامنه ای تر وژل کېدو وروسته ښايي په دوامداره توګه د غچ اخيستلو په پار د منځني ختيځ په ځينو هېوادونو کې د امريکايي ځواکونو پر اډو بريدونه وکړي. دا به د اړوندو هېوادونو د ناخوښۍ سبب وګرځي او پر امريکا د دوی امنيتي اتکا به زياته شي.
په سیمه کې جنګونه لا هم روان دي او شنونکي يې له هر ډول شونتيا څخه ډک بولي. که جنګونه د اوږدې مودې لپاره دوام ولري، نو دا به نه يوازې د منځني ختيځ امنيت او ثبات وګواښي، بلکې په سيمه ييز حالت کې به هم دايمي بدلونونه رامنځته کړي.



































