کلونه وړاندې مې تل دا فکر کاوه، که مې یوه لویه ماڼۍ درلودی، که مو په کورنۍ کې له دې ډېر غړي وی، که مې کولای شوای له دې ښې خبرې وکړم، که مې تر دې ډېره تجربه درلودی، که مې… دا هغه بد حسونه وو چې د ځان په اړه مې لرل. که مې خپل فکرونه نه وای بدل کړي، ډاډه یم چې د ژوند بڼه به مې محدوده شوې وای.
یوه ورځ مې داسې کار وکړ چې اوس یې تاسې ته هم وایم:
د هغه فصل لپاره چې اوس پکې اوسم، څه ته چې پکې اړتیا ده، لرم یې. هغه قدرت او توانایۍ ته چې د نن ورځې لپاره ورته اړتیا ده، لرم یې. کېدای شي دغه قوت د سبا لپاره بسنه ونه کړي، خو ستونزه نشته، د اوس لپاره کفایت کوي. که سبا هم ورته اړتیا شي، زه ډاډه یم چې خدای پاک هغه وخت هم د اړتیا وړ قدرت راکوي. زه هغه وړتیا او تجربه لرم، چې نن ورته اړتیا لیدل کېږي. کېدای شي وړتیا مې د نورو خلکو په کچه نه وي، خو ستونزه نشته. زه له نورو سره سیالي نه کوم، زه له خپل ځان سره سیالي کوم، څو وکولای شم تر ټولو غوره کس شم.