انسان ځینې وختونه هیلو ته په رسېدو کې زړه نازړه وي. موږ ولې داسې کوو؟ ښه پوهېږو چې خدای پاک را سره د ډېرو شيانو وعدې کړې دي، د روغتیا، ښه ژوند، پرمختګ، غنا او دې ورته نور ډېر څه، خو بیا هم فکر کوو چې موږ دا شی نه لرو یا ورته رسېدای نه شو. اصلي خبره دلته ده چې زموږ ایمان او باور کمزوری شوی دی. که تاسې پر خپل واحد خدای باور او د زړه له تله ایمان ولری، په خپل اوسني حالت به شکر وباسی او د نورو نعمتونو په تمه به وی. موږ د هغه څه په اړه چې همدا اوس یې لرو، هېڅ هم نه وایو یا شکر نه باسو، خو هغه څه چې نه یې لرو او یا هم تر اوسه ورته اړتیا نه لرو، ټول وخت بدې ورځې کوو.
نه شم کولای لوی لوی کارونه وکړم، وړتیا نه لرم، کورنی ژوند به مې بې خونده شي، د ډاکټر خبرې ښې نه وې. تاسې هرڅه ته له یوې محدودې زاویې ګوری. تاسې د یوه داسې کار لپاره پیدا شوي یی چې که یې پیل کړی، په خپل مسلک کې به خپلې د کمال درجې ته ورسېږی.