وايي چې څلور کسان د دښمن په سیمه کې په داسې حال کې روان وو، چې نه یې ډوډۍ درلوده، نه توکي او نه یې هم روغتیا د ډاډ وړ وه. داسې انګېرل کېده چې ان دوی د ژوندي پاتې کېدو چانس هم نه درلود. د دښمن د کېږدیو خواته ورغلل. دوی کولای شول چېرته ناهيلي کېني، خو دوی له خپلو شته امکاناتو ګټه واخيسته. کله چې کېږدیو ته نږدې کېدل، د پښو ټک ټوک یې دوه برابره ان څو برابره شو. شپه وه دښمن داسې فکر وکړ چې کوم لوی لښکر ورباندې د برید هوډ لري. دښمنان یې له خېمو وتښتېدل او ټول تجهیزات او خواړه یې د دوی لاس ته ورغلل.
اوس که له ځان سره وایې چې زه چندانې وړتیا نه لرم، سمه ده نه به یې لرې، د پښو ټک ټوک خو لرې، زموږ د کلي ښوونځی ودانۍ نه لري، سمه ده نه بې یې لري، دومره خو کولای شې چې په څپره کې د کارتنونو په فرش زده کوونکو ته ټولګي جوړ کړې. زه د یوه کاروبار لپاره ښه ودانۍ او دفتر نه لرم، سمه ده نه به یې لرې، اوس خو له همدې کوچني دوکان څخه سمه ګټه واخله. که تاسې همدا اوس له هغه څه نه چې خدای پاک درکړي او په واک کې یې لری، سالمه ګټه واخلی، خدای پاک به د هغه څو برابره درکړي.