کله چې د خپل تېر وخت په اړه فکر کوو، پوهېدلی شو چې دښمن له هماغه پیله هڅه کوله چې زموږ له سره د فضیلت تاج ښکته کړي. ادم علیه السلام او بي بي حوا په جنت کې په خورا امن او ډاډ ژوند کاوه. تاجونه یې پر سر وو. دوی پوهېدل چې د خدای پاک خورا ډېر لطف او مهرباني ورسره ده، خو یوه ورځ شيطان چل ورسره وکړ او هغه مېوه یا خواړه یې وخوړل چې خدای پاک ترې منعه کړي وو. کله یې چې غنم وخوړل، په زړه یې ډار ننووت، ووېرېدل او هاخوا دېخوا یې منډې وکړې. دوی په اصل کې د خپل سر تاج له لاسه ورکړی و.
که موږ هم تېر ووځو، د خلکو تر منفي اغېز لاندې راشو او ځان ته په ټیټه سترګه وګورو، نو هغه ده چې د خپل سر تاج به مو له لاسه ورکړی وي. که خدای مه کړه تاسې دغه څه له لاسه ورکړی، د وېرې، شرم او ناامنۍ دروازې مو پر مخ خلاصېږي. چېرته چې ستاسې پر سر دغه تاج نه وي، هلته امن نشته، هلته بیا هېڅوک ستاسې په اړه قضاوت هم نه کوي ان یادوي مو هم نه. دوی هغه وخت له تاسې سره ملګري پالي چې پر سر مو دغه تاج وي.