ځینې وخت کېدای شي له تاسې په زور څوک یو څه واخلي، خو له نېکه مرغه باید ووایم چې لا هم وخت شته، تاسې د خپل له لاسه وتلي شي یا تاج د بېرته اخیستو وړتیا لری.
هرڅه ستاسې د خپل فکر زېږنده دي. ځان ته ووایاست: نور به زه یو کمزوری زده کوونکی نه وم. زه یو معمولي کس نه یم. ووایئ، زه یو ذکي زده کوونکی یم، له عقل او پوهې مالامال یم. کله چې غوره فکر کوی، غوره ژوند به کوی. له دې وروسته داسې فکر مه کوئ:
دې کار ډېر زیات وخت ونیو، ما مې خپل خواخوږي له لاسه ورکړل او یا دا چې له دې وروسته مې خوښیو له ژونده کډه کړې ده.
د دې پر ځای داسې ووایئ:
خدای پاک ما ته ځانګړې ښکلا راکړې ده. هغه چې زما په ژوند کې يې کوم څه پیل کړي دي، خپله به یې پای ته رسوي. له دې وروسته د خپګان احساس مه کوئ، تاج مو بېرته پر سر کېږدئ. داسې فکر مه کوئ چې په ښه کورنۍ کې نه یم زیږېدلی، هېڅ داسې کومه خاصه ځانګړنه نه لرم. د دې پر ځای ووایئ: یو شهکار یم، په خپل ذات کې بې بېلګې او ډېر د ارزښت وړ یم.