یوه ځوان د بېس بال له لوبې سره ډېره مینه درلوده، غوښتل يې دغه لوبه وکړي او د دې لوبې ښه لوبغاړی شي. له دې لوبې سره یې مینه ورځ تر بلې ډېرېده. غوښتل یې د ښوونځي په ټیم کې شامل شي، خو په ښوونځي کې د دې لوبې لارښود ورته چانس ور نه کړ او ورته ویې ویل:
خواشينی یم زویه! زه دغه کار نه شم کولای! ته ډېر کوچنی یې، ته نه شې کولای له دې ټیم سره مرسته وکړې. د ټیم لارښود نه غوښتل دې ځوان ته بې احترامي وکړي، هغه یې یوازې طبيعت او ظاهري جوړښت ته کتل. دا چې پر تاسې څوک باور نه لري، یوه کوچنۍ خبره ده، هغوی ستاسې اصلي هیلو ته زیان نه شي اړولی.
خلک ډېری وخت تاسې نه هڅوي، لامل یې دا دی چې هغوی نه شي کولای ستاسې احساس درک کړي. خدای پاک ستاسې هیلې د هغوی په زړه کې نه دي اېښې، بلکې ستاسې په زړه کې یې اېښې دي. مه پرېږدئ چې د هغوی ناهیلي یا نه هڅونه تاسې له خپلې موخې را ورګرځوي. ایمان او باور ولرئ. هیلې همداسې تازه وساتئ او تل هڅاند اوسئ. تاسې له خدای پاک پرته بل هېچا ته اړتیا نه لری.