له اوږده ځنډ وروسته د شنبې په ورځ په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د پلاویو تر منځ خبرې اترې رسماً پیل شوې. د دوشنبې په ماښام د افغان دولت او طالبانو د تماس ډلې په خپلو کې سره جرګه شوې او د راتلونکو ناستو پر کاري اصولو او مهالوېش یې خبرې وکړې. اټکل کیږي چې د تماس دغه ډلې به د مذاکراتو د لومړۍ ناستې لپاره، چې د افغان دولت او طالبانو دواړو پلاوي به پکې برخه اخلي، اجنډا هم ټاکي.
افغان دولت د اجنډا په سر کې پر اوربند او یا لږ تر لږه اورکم ټینګار لري، چې ښايي پر اورکم توافق تر اوربند اسانه وي.
مذاکراتو کې د بحث مهم ټکي
له متحده ایالاتو سره د طالبانو خبرې ۱۸ میاشتې اوږدې شوې، چې د یوې توافقنامې له لارې یې بین الافغاني خبرو اترو ته لاره پرانیسته. د افغان دولت او طالبانو تر منځ ځینو پېچلو بحث وړ مسایلو ته په پام داسې اټکل دی، چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ مذاکرات به وخت ونیسي. په دغو پیچلو مسایلو کې د سیاسي نظام شکل، د قدرت د ویش میکانیزم، اساسي قانون، د طالبانو د جنګیالیو برخلیک، د ښځو حقوق او د بیان ازادي شامل دي.
د بین الافغاني مذاکراتو د پیل د مراسمو یو پرمختګ په مذاکراتو کې د طالبانو لخوا د افغان حکومت د پلاوي منل دي. ملا برادر په خپلو پرانیستونکو خبرو کې د کابل ادارې د پلاوي اصطلاح وکاروله، چې معمولاً یې دوی افغان دولت ته کاروي.
متحده ایالاتو د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام د شکل په تړاو پرانېستی انتخاب پرېښی، خو د امارت له رامنځ ته کېدو سره هم واشنګټن او هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا مخالفت ښودلی. طالبان ښايي د امارت د احیا په لټه کې ونه اوسي، خو د دې لپاره چې جمهوریت وننګوي، ممکن د امارت له داعیې ژر لاس پر سر نه شي.
طالبان په څه ډول دریځ کې دي؟
طالبان خپل نسبتاً ثابت دریځ تر دې مهاله په لوړ موقف کې ساتلي دي. د دوی له دریځ سره د سولې حاکم ذهنیت او د متحده ایالاتو وار دمخه اعلان شوي سیاست ډېره مرسته کړې ده.
امریکايي پلاوي د سولې خبرې په داسې فضا کې پرمخ یووړې، چې هممهاله یې په کور دننه او بهر د سوله ییز حل لپاره د عامه ذهنیت جوړولو کوښښ کاوه. متحده ایالاتو د خبرو اترو په پیل کې له طالبانو سره یوې نتیجې (حللارې) ته رسیدل، ډانګ پېیلې او په خورا لوړه کچه مطرح کړل. دې مسئلې یو خوا د طالبانو لیکې متحدې وساتلې، په طالبانو کې یې د بري روحیه لوړه کړه او بل خوا یې وهڅول چې د خبرو اترو په بهیر کې د خپلو غوښتنو، دریځونو او توقعاتو په تړاو مقاومت وکړي. له افغانستانه د وتلو او له طالبانو سره توافق ته د رسیدو په تړاو د متحده ایالاتو سیاستونو د سیمې ستر قدرتونه نور هم زړور کړل، چې له طالبانو سره مستقلې اړیکې ولري. طالبانو ته یې ګټه دا شوه چې له منزوي حالته راووتل او سیاسي او ډپلوماتیک مشروعیت یې وموند.
طالبانو ته دغه تجربې دا ور زده کوي چې د خبرو اترو په راتلونکو پړاوونو کې هم، چې د نظام شکل، د واک وېش، د اساسي قانون تعدیل او د ښځو حقونو او بیان د ازادۍ په څېر مسایل پکې شاملیږي، ژر انعطاف پذیري ته زړه ښه نه کړي. افغان حکومت چې د متحده ایالاتو د سولې یو اړخیزو سیاستونو له امله د سولې په بهیر کې حاشیې ته تللی و، بیرته د خبرو متن ته داخل شوی. حکومت د قطر په هوکړه لیک کې د منزوي کېدو په غبرګون کې د زندانیانو خوشې کول، چې د بین الافغاني خبرو اترو مهم شرط ګڼل کېده، وځنډول او خبرې اترې د واشنګټن او طالبانو د توقع خلاف وځنډېدې. افغان دولت ښايي دې نتیجې ته رسیدلی وي، چې ژر انعطاف ښودل دوی مطلوبې نتیجې ته نه شي رسولای.
خو په دواړو خواوو کې د انعطاف نه منلو روحیې رامنځ ته کېدل د سولې بهیر له ځنډ او خنډ سره مخ کوي.
دوه اړخیز نفی کول
د سولې هره پروسه لومړی ښکیل او د حللارې اساسي اړخونه تشخیصوي، خو په یوه اړخ کې د مشخص ادرس تر پوښتنې لاندې راوستل یا منزوي کول، د سولې بهیر زیانمنولای شي.
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ تر ټولو مهم مخشرط باید د قضیې د اړخونو په حیثت د یوه او بل منل وي. سره له دې چې د بین الافغاني خبرو اترو په لومړنیو مراسمو کې ظاهراً دواړو خواوو یو بل د قضیې د اړخونو په توګه ومنل، خو لا هم ښکیلې خواوې په ځانګړې توګه طالبان په جدیت سره افغان حکومت نفی کوي.
د سولې عملي پړاو ته له تګ وړاندې د یوه او بل پر وجود توافق لازم دی. طالبانو د ځان لپاره تر اوسه پورې د اسلامي امارت حق محفوظ ساتلی او د افغانستان دولت د جمهوریت تر چتر لاندې فعالیت لري. حکومت طالبان د امارت په حیث نفی کوي او طالبان جمهوریت. طالبان په رسمي ډول تر اوسه په خپل دې دریځ ټینګار لري چې دوی له حکومت سره خبرې اترې نه کوي، یا دوی د حکومت پر ځای له سیاسي احزابو او ډلو ټپلو سره خبرې کوي. دا ډول دریځ مذاکراتو ته تعهد او ژمنتیا زیانمنوي.
د افغانستان اوسنی حکومت دلته د موجود سیاسي نظام برخه ده او کوم پلاوی چې له طالبانو سره په دوحه کې په خبرو اترو بوخت دی، له سیاسي، قومي او مذهبي تنوع سره سره، د دغه نظام استازولي کوي. هیڅ سیاسي رهبر، ګوند او مجموعه له طالبانو سره د هغوی مخینې ته په پام، پرمخ تلو ته زړه نه شي ښه کولای. دوی د همدې نظام او جمهوریت په چوکاټ کې خپل حقوق او ځانونه خوندي ګڼي.
خلا باید رامنځ ته نه شي
جګړه هغه وخت پای ته رسیږي، یا سوله هغه وخت بشپړیږي، چې ټول اړخونه ترې مستفید شي.
د سولې له جریان نه د کوم اړخ پاتې کېدل او یا منزوي کول او نفی کول، د جګړې اور بل ساتي.
تیرو تجربو ته په پام باید په دواړو مذاکراتي پلاویو کې ټولې ډلې، قشرونه او د مختلفو سیاسي، مذهبي، قومي او قبیلوي تمایلاتو لرونکي اړخونه خپله استازولي وویني.
دمګړۍ د طالبانو او حکومت دواړو پلاویو له ترکیب نه داسې ښکاري، چې تر یوه حده دا تنوع په پام کې نیول شوې ده. د دولت په پلاوي کې له سیاسي اختلافاتو سره سره، د سیاسي احزابو، قومونو، ځوانانو او ښځو استازي شته دي. د طالبانو د پلاوي ترکیب هم د هغوی د مختلفو ډلو او مشرانو د کورنیو له غړو جوړ دی.
د بُن د لومړي کنفرانس یوه ستره نیمګړتیا همدا وه، چې د قدرت په وېش کې یې عادلانه قضاوت نه درلود او د قضیې یوه مهمه برخه (طالبان او حزب اسلامي) له واک او نوي سیاسي نظام نه بهر وساتل شول. دغې تیروتنې او محرومیت وروسته یوې اوږدې جګړې ته لاره پرانیسته.
خوشبینۍ او اندېښنې
له طالبانو سره سوله له اندېښنو او خوشبینیو دواړو سره مل ده. اندېښنې په دې چې دې ډلې تر اوسه د سولې او خبرو اترو ټربیون د ځان په ګټه کارولی، یا داسې فکر کیږي چې هرڅه په ځان تمامول غواړي او خوشبیني له دې امله ښودل کیږي چې ظاهراً دې ډلې د پخوا په پرتله تغییر کړی او په کور د ننه، سیمې او نړیوالو سره یې د تفاهم ژبه پیدا کړې.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د شنبې ورځې په مراسمو کې وویل، چې دوی پر افغانانو د خپلې خوښې نظام تپل نه غواړي، خو زیاته یې کړه چې د مېرمنو د سیاسي فعالیت په شمول، د افغانستان د تیرو شلو کلونو لاس ته راوړنې باید خوندي وي. پامپیو له افغانستان سره د واشنګټن د مرستو څرنګتیا د راتلونکي سیاسي سیسټم له څرنګتیا سره وتړله.
طالبان که په قدرت کې شاملیږي، یا د واک او قدرت مهمه برخه ګرځي، په ملي او نړیواله دواړو کچو مشروعیت ته ضرورت لري. سیاسي پلورالیزم، مذهبي او قومي تنوع، ولسي مشارکت، د ښځو او ځوانانو حقوق، د بیان ازادي، بشري حقونو ته درناوی او د نوي نسل او نوي عصر ایجابات نړیوال په افغانستان کې د خپل حضور ثمره بولي. خلک د طالبانو په ګډون د راتلونکي نظام له څرنګتیا له دې امله اندېښمن دي، چې نوی نسل په اوسني نظام کې له نویو ارزښتونو، نوي ژونددود او سیاسي او اجتماعي لیدلوریو سره یوځای رالوی شوی.
ښځې چې د ټولنې نیمايي برخه تشکیلوي او له پخواني غیر منفعل حالت نه راوتلې او د ټولنې په یوې محرکې قوې بدلې شوې، د سولې په خبرو کې چې د افغانستان په څېر نرواکې ټولنه کې په طبیعي شکل د نارینه وو تر مسلط واک او نظارت لاندې پرمخ ځي، د خپل راتلونکي په اړه تر هرچا ډېرې اندېښمنې دي.
دغو مسایلو ته که د سولې په خبرو او راتلونکې حکومتدارۍ او نظام چلونه کې ځای ورنه کړل شي، افغانستان د نظام او حکومت له درلودو سره سره، یوځل بیا د ۲۰۰۱ کال وړاندې په څېر له نړیوالې انزوا سره مخ کېدای شي.
له دې ټولو اندېښنو، ستونزو او ننګونو سره سره چې د دواړو خواوو د مرکچي پلاویو پر وړاندې پرتې دي، د سولې لپاره په خلکو کې هیله مندي او لیوالتیا تر هر بل وخت ډېره ده.