د کابل د سوېل ختيځ په ۱۶ کيلو مترۍ کې ۲۸ نیم متره لوړه چکري مناره د کشان سلطنت د اوج یوه نښه وه. دا د لومړۍ میلادي پېړۍ په وروستیو او د دویمې میلادي پېړۍ په پيل کې له خښتو او پلستره جوړه شوه.
د کابل د شمال نه تر سوېل ۶۰۰ متره لوړه د غونډیو سلسله ده چې د هندوکش غرونه ښکاري. په سوېل کې دغه غر د یوې بلې هوارې غونډۍ، «شاخ برانتا» سره لګي. د دې بېخ نه لږ ښکته د ورېښمو لاره وه چې قافلې او د بودایي راهبانو ډلې به پرې تېرېدې.
په ۱۰۰میلادي کال کې کشان سلطنت د ویما کډ فیسس په حکومت کې تر هند وغځېدو او د تجارتي لارو په خوندي کېدو د دوی اقتصاد ښه شو. کشان واکمنو د بودایي دین سرپرستي کوله، نو په مهمو ښارونو کې د سټوپو او خانقاوو په جوړولو يې لاس پورې کړ. په کابل کې دوی دوه منارونه جوړ کړل چې سانسکرېټ کې «ستهمبه» نومېږي. لومړی د ښار په سوېل کې «سرخ مینار» چې ۱۹ متره لوړ و. د دې څوکه پخوا ړنګه شوې وه او په ۱۹۶۵م کال کې یوې زورورې زلزلې يې پاتې برخه هم ونړوله. دویم «مینار سیاه» په نوم مشهور و چې وروسته یې خلکو نوم په «مینار چکر» بدل کړ.
په ۱۹مه میلادي پېړۍ کې کله چې بهرنیانو په لومړي ځل د افغانستان لرغوني ځایونه ولیدل، نو په غونډیو جوړ منارونه او سټوپې ورته حیرانوونکي وو. چکري مناره په لومړي ځل چارلس مېسن په نښه کړه. بیا په ۱۸۳۴ م کال کې یو انګریز جاسوس جیرارډ بخارا ته په لاره دا مناره ولیده او پخپلو یادښتونو کې يې ذکر وکړ. په دغسې منارو کې مجسمې یا بل څه تبرکات نه وو، نو ځکه بهرنیانو پرې پام و نه کړ.
په ۱۸۴۱م کال کې کله چې چارلس مېسن لندن ته لاړ، نو د «یوناني منارې» په اړه يې لیکنه وکړه او ورسره يې په لاس جوړ د دې انځور هم خپور کړ. د مېسن انځور الګزانډر کننګهم هم ولید چې هغه وخت د هند د لرغونو اثارو د شعبې مشر و. دی په ۱۸۷۲م کال کې کابل ته راغی، مناره يې پخپله ولیده. هغه وخت کې څرګنده شوه چې دا یوناني جوړښت نه و، بلکې کشان وختونو کې جوړ شوی و. هغه ولیکل چې د دواړو منارونو اصل دکانچه په لاس هوار کړای شوی دی.
په ۱۸۸۰م کال کې انګریزانو له دویم جنګ نه وروسته خپل مخالفان لټول. دوی د منارې غره ته هم وختل او هغه وخت یوه عکاس جان برک د منارې عکسونه واخیستل چې په ۱۸۸۱ م کال کې د برېټانیا پوځي مجله کې خپاره شول. له دې سره يې په تفصیل لیکلي وو چې د سلیټ په تیږه جوړه دغه مناره پوخ بنسټ لري. هغه وخت د دې زړښت د ۲۰۰۰ او ۳۰۰۰ کلونو ترمنځ اټکل شو، ځکه د کشانیانو په اړه چا معلومات نه لرل.
د ۲۰مې میلادي پېړۍ په منځ کې په دغو منارو نورې څېړنې وشوې. «کلاس فیشر» په ۱۹۵۵م کې ورباندې څېړنې وکړې او د هغه په مشوره، یو مهندس کرسټوف ډورنیخ په ۱۹۶۵م کال کې مناره کچ کړه. د ۱۹۷۴م او ۷۶م کلونو ترمنځ برېټانوي او افغان لرغونپوهانو د چکري منارې جاج واخیستو چې سوېل ختیځ لوري ته څلور درجې کږه شوې وه. دوی ورته په بېخ کې د تیږو او سیمنټو اډاڼه جوړه کړه، ځکه د اصلي دکانچې بېرته جوړول ورته ګران وو او د منارې د ړنګېدو خطر يې لرلو. ورسره د دې په جوړښت کې کارول شوي مواد يې تجزیه او تحلیل کړل. دوی د منارې د ټینګولو لپاره ورسره د اوسپنې «خوازه» ولګوله او د دې په رغولو ګوتې پورې شوې.
د منارې د بېخ دکانچه اته متره مربع پلنه وه. د دې لومړي انځورونه ښیي چې دغه پلېټ فارم ډېر پراخ نه و. د دې منځ کې ګول ستنه ۱۲ متره لوړه وه. سوېلي اړخ يې د هوا، باران او واورې له کبله رېژېدلی و او کوږ ښکارېدو. د منارې بره خوا د هغو ستنو په شکل وه چې په درېيمه ق م پېړۍ کې د اشوکا پاچا له خوا په ټول هند کې ځای ځای درول شوې وې او د هخامیني دورې د پارس د ستنو په شکل جوړېدې. خو په چکري منارې هندي ډوله نقشونه وو چې د بودایي سټوپو او مجسمو سره د اوبدلې ټوکرۍ په شان ښکاري. که څه هم کشان پاچاهانو بودایي دین منلی و، خو هغوی د پارس زردشتي او د هند برهمني مذهب ته هم درناوی کاوه. هغه ده چې په چکري مناره د درې واړو ادیانو نښې هم ښکاري. د کشان وختونو په یوې سکې، یو اړخ ته د اورتون او بلې ته د څرخ نښه ده.
داسې اټکل کېږي چې ممکن زردشتیانو دلته عبادت کاوه، ځکه دا د اورتون نښه هم وه او د سرخ کوتل عبادت ځای په شان ښکارېده. د دې منارې د پاسه لګېدلې تیږه د شاوخوا غرونو نه توږل شوې وه چې کمرنګ ګرینایټ او شین سلیټ ده. د خښتو د پاسه ۳۰- ۵۰ سانټي متره پرېړ د مسالې پوښ و او د خښتو په درزونو کې د سلیټ خاوره کارول شوې وه. د منار په منځ کې د ګرانیټ کلکه تیږه او مساله پرته وه. د شوخ رنګ تیږي لویې دړې ځای ځای ورباندې خښې وې چې د ننه مساله پرې ټینګه وه. دغه تیږې په لږ فاصله بهر ته راوتلې دي چې منار ته يې ښکلا ورکړې ده. د منار د پاسه د برسنډې د ګل نقشونه د بودایي دورې جوړښت و. دغه ډیزاین د سوات د مینګورې له یو منار سره ورته و چې اوس نه دی پاتې. د دې دننه چې مساله په کوم ډول ډکه ده، هغه په نورو بودایي جوړښتونو کې هم ښکاري. له دغې منارې سره په ۱۸مه پېړۍ کې یوڅو کورونه اباد شول چې «چکري کلی» نومېږي.
چکري مناره د مسلمانانو، چنګېز او نورو ځواکونو له ۱۲ نه د زیاتو لویو حملو او جنګونو سربېره ۱۷۰۰ کاله ټینګه پاتې وه. بیا په ۱۹۸۳م کال کې د شوروي د یرغل په وخت، د دوی عسکرو په منارې نښې ویشتلې. هغه وخت د دې بهرنی پوښ ورېژېدو او دننه خښتې بربنډې شوې. بل کال د دې د سر لوی چتر راپرېوت. خو مناره تر ۱۹۸۰م کاله هم په خپل ځای ولاړه وه. ورپسې کلونو کې یو څو زلزلو د دې بېخ کمزوری کړ او اخر په مارچ ۱۹۹۸م کې چکري مناره په خپله راپرېوته.