د روان کال اګست میاشتې په ۲۸مه د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه یاد هېواد ته درې ورځنی سفر وکړ. د ښاغلي عبدالله تر سفر درې ورځې وړاندې لومړي وزیر عمران خان او ولسمشر محمد اشرف غني پر افغان سوله د ټلیفون له لارې خبرې وکړې. پاکستان ته د ښاغلي عبدالله سفر به پر سولې څه اغېز ولري؟ بل دا چې پاکستان تر اوسه په افغان سوله کې څه ډول رول لرلی او په راتلونکې کې د یاد هېواد رول به پر افغان سولې څه اغېز ولري؟ د CSRS دا تحلیل مو همدې موضوع ته ځانګړی کړی دی.
پاکستان ته د ډاکتر عبدالله عبدالله سفر
د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د تېرې میاشتې په ۲۸مه د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه پاکستان ته سفر وکړ. په یاد سفر کې ښاغلي عبدالله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تر څنګ، د سنا او ولسي جرګې مشرانو، لومړي وزیر عمران خان، ولسمشر عارف علوي او ځینو دیني علماوو سره لیده کاته وکړل او د اسلام آباد د ستراتېژیکو څېړنو انسټېټيوټ کې یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو او افغان سولې خبرې وکړې.
ډاکتر عبدالله عبدالله چې د تېر ملي یووالي حکومت پر مهال اجرایه رییس او اوسني حکومت کې د ملي پخلاینې شورا مشر او د ځانګړي واک څښتن دی، پاکستان ته وروسته له څه باندې ۱۲ کلونو لومړنی سفر تر سره کوي. ښايي همدا لامل وي چې پاکستاني لوري د ښاغلي عبدالله له ورتګ څخه تود هرکلی کړی وي. بل دا چې پاکستان غواړي د ډاکتر عبدالله عبدالله او ولسمشر محمد اشرف غني خپل منځي اختلافاتو ته په کتو، دا په ډاګه کړي چې پاکستان په سخت وخت کې د هغوی ملاتړی ثابتېدلی شي او له دې کار ښايي د پاکستان اصلي موخه دا هم وي چې په دې توګه د هند لاس په افغانستان کې لنډ کړي، څو هند له افغان خاورې په ګټې اخیستنې سره د پاکستان پر خلاف ګامونه پورته نه کړي. دا ځکه چې د عبدالله عبدالله د سفر پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې د بریا په برخه کې خوشبیني ښودله؛ خو په ورته وخت کې د سولې د سبوتاژ کوونکو په اړه یې هم څرګندونې تر سره کړې چې باید د ټولو پاملرنه د هغوی په لوري واوسي.
پاکستاني چارواکو ډاکتر عبدالله عبدالله د سولې په برخه کې مهم شخص وباله او په افغان سوله کې یې د هر ډول ملاتړ ډاډ څرګند کړ. لومړي وزیر ښاغلي عمران خان له ډاکتر عبدالله عبدالله سره په ځانګړې لیدنه کې څرګنده کړه، چې د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو اترو هر ډول پرېکړه به یې د هېواد لخوا منل کېږي، او د اسلام آباد ستراتېژیکو څېړنو مرکز کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي بیا ځلې څرګنده کړه چې هېواد یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره هڅې کړې دي او په راتلونکې کې هم د افغان سولې په برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو دي، که څه هم پاکستان له دې وړاندې هم په افغان سوله کې د مرستې ژمنې کړې وې؛ خو دا به راتلونکی معلوموي چې یاد هېواد په افغان سوله کې کوم ډول رول لوبوي. په ټوله کې پاکستان ته د ښاغلي عبدالله عبدالله دې سفر وکولی شوی، څو هغه لوړې ژورې چې له امله یې د دواړو هیوادونو اړیکې خرابې شوې وې، تر یو بریده له منځه یوسي. پاکستاني علماوو له ښاغلي عبدالله سره په ځانګړې ناسته کې د بین الافغاني خبرو اترو په دوران کې د هر ډول مرستې ژمنې وکړې او ویل کېږي چې د افغان سولې په برخه کې به پاکستاني علما کابل ته هم سفر کوي. که افغان حکومت د پاکستاني علماوو ملاتړ خپل کړي، هغوی په ډېره آسانه توګه کولی شي له طالبانو سره د خبرو اترو په دوران کې پیچلې مسئلې په کم وخت کې حل کړي، دا ځکه چې طالبان پاکستاني علماوو ته په ځانګړي احترام قایل دي او دا کار کولی شي د افغانانو وینې تویېدو او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو له ښه کېدو سره هم مرسته وکړي. پاکستان د حسن نیت او ښه ګاونډیتوب په پار له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځ ته کولو تر څنګ، افغان وګړو ته د ویزو ورکړې په برخه کې هم د بې ساریو آسانتیاوو رامنځ ته کېدو خبر ورکړ.
په افغان سوله کې د پاکستان ونډه
له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې امریکا پر افغانستان تېری کړی، پخواني ولسمشر حامد کرزي له شلو ځلونو زیات پاکستان ته سفرونه وکړل، څو په افغان سوله کې د یاد هېواد ملاتړ تر لاسه کړي، مګر د نوموړي ټول سفرونه د افغان سولې په برخه کې له ناکامۍ سره مخ شول. تر دې چې پخواني ولسمشر هڅه وکړه څو د طالبانو تحریک له معاون ملا عبدالغني برادر سره پر افغان سولې خبرې وکړي، هغه کار چې ښاغلی برادر ورته هم ډېر لیواله و. مګر پاکستان ملا عبدالغني برادر په ۲۰۱۰ کال کې په کراچۍ ښار کې ونیو او دې کار وکولی شول چې د افغان سولې پړاو له ستر خنډ سره مخ کړي، تر دې چې په ۲۰۱۸ کال کې نوموړی له بند څخه آزاد کړای شو. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له USIP سره په خبرو کې څرګنده کړه چې ملا عبدالغني برادر د نوموړي په غوښتنه پاکستان له بند څخه آزاد کړی و. له دې پرته ځینې نور طالبان چې د سولې په برخه کې به یې لیوالتیا لرله، پاکستان کې یا ترور شوي او یا نیول شوي وو. تر دې چې طالبانو په قطر هېواد کې خپل سیاسي دفتر پرانیست چې په لومړیو کې د افغان حکومت له نیوکو سره هم مخ شو؛ مګر یاد دفتر له یوې خوا تر یوې کچې وکولی شول څو د طالبانو تحریک پر مشرانو د پاکستان اغېز او فشار تر یو بریده راکم کړي او بلخوا د سولې بهیر له پیل کېدو سره مرسته وکړي.
طالبانو د یاد سیاسي دفتر له لارې له امریکا سره د افغان سولې په اړه شاوخوا ۱۸ میاشتې خورا پیچلې خبرې اترې وکړې، تر دې چې د دواړو لورو لخوا یادې خبرې اترې یوې نسبي بریا ته ورسېدې او د روان کال د فبروري میاشتې په ۲۹مه د دواړو لورو تر منځ د افغان سولې په اړه یوه نسبي هوکړه هم لاسلیک شوه. د طالبانو او امریکا تر منځ د ۱۸ میاشتنیو خبرو اترو په لړ کې د امریکايي چارواکو تر څنګ، طالبانو هم پاکستان ته وخت پر وخت سفرونه وکړل؛ خو په پاکستان کې د ۲۰۱۸ کال جولای میاشتې تر ټاکنو وروسته، چې عمران خان پکې د لومړي وزیر څوکۍ ته ورسېد، په هغه وخت کې ولسمشر ټرمپ پر پاکستان له دې امله سختې نیوکې وکړې چې ګواکې په افغان سوله کې د امریکا د خوښې رول نه ادا کوي. د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر میاشت کې چې زلمی خلیلزاد د افغان سولې په برخه کې د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو، داسې انګېرل کېده چې ښايي زلمی خلیلزاد به د پاکستان پر خلاف ګامونه پورته کړي، خو د ۲۰۱۸ کال په جنوري میاشت کې سناتور لینډسې ګراهم (Lindsay Graham) پاکستان ته د خپل سفر په لړ کې د لومړي وزیر عمران خان او ولسمشر ټرمپ مخامخ لیدو ته زمینه برابره کړه او دې سفر یو ځل بیا پاکستان ته دا فرصت په لاس کې ورکړ، څو په افغان سوله کې خپله ونډه وښيي. د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کې سیمې ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه زلمي خلیلزاد د خپل لومړني سفر په ترڅ کې په لیکنې بڼه په افغان سوله کې له عمران خان څخه د مرستې جدي غوښتنه وکړه. تر دې چې د لومړي وزیر عمران او ټرمپ تر منځ د ۲۰۱۹ کال په جولای کې لومړنۍ لیدنه وشوه او پر افغان سوله یې هم خبرې وکړې.
له امریکايي چارواکو پرته، د افغان حکومت پخوانیو او اوسنیو لوړپوړو چارواکو پر پاکستان له دې امله سختې نیوکې کولې، چې ګواکې طالبان او هغه نورې اورپکې ډلې چې په افغانستان کې جګړې کوي، د یاد هېواد ملاتړ له ځان سره لري. خو پاکستانیو چارواکو وار په وار د افغان حکومت او امریکا ټولې نیوکې رد کړې او په افغانستان کې سوله یې د پاکستان لپاره هم ګټوره بللې ده. د پاکستانیو چارواکو په وینا، له افغان جګړې څخه پاکستان هم تر ډېره زیانمن شوی دی.
پاکستان له چا سره دی؟
افغان طالبانو د امریکا او متحدینو پر خلاف یې د روان کال د فبروري میاشتې تر ۲۹مې پورې جګړه کوله؛ خو د فبروري په ۲۹مه کله چې د افغان سولې په اړه امریکا او طالبان یوې نسبي هوکړې ته ورسېدل، دواړه لوري د شوې هوکړې پر بنسټ پر یو بل حملې نه کوي. د دوحې هوکړې له مخې، افغان حکومت د طالبانو پنځه زره او طالبانو بیا د افغان حکومت زر تنه بندیان خوشې کړل، که څه هم د بندیانو خوشې کېدو لړۍ چې ټاکل شوې وه د دوحې له تړون لس ورځې وروسته پای ته ورسیږي؛ مګر شاوخوا شپږ میاشتې وخت یې ونیو. په یاده موده کې پاکستان له دواړو خواوو غوښتنه کوله چې بندیان خوشې کړي، څو بین الافغاني خبرو اترو ته ورسیږي.
د افغان حکومت لخوا د طالب بندیانو د نه خوشې کېدو پر وخت طالبانو پاکستان ته سفر وکړ، خو کله چې افغان حکومت د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدو په اړه مشورتي جرګه راوغوښته چې د جرګې د هغې پرېکړې له مخې، چې پاتې طالب بندیان دې خوشې کړای شي، پاکستان ورځنې تود هرکلی وکړ او د بین الافغاني خبرو اترو په پرانیست غونډه کې پاکستاني لوري بیا ځلې څرګنده کړه، چې افغان جګړه چې پاکستان پکې له امریکا او طالبانو سره وخت ته په کتو دوستانه اړیکې لرلې، یوازې د خبرو اترو له لارې پای ته رسېدلی شي او هیڅ ډول نظامي حل نه لري.
پاکستان په افغانستان کې څرنګه سوله غواړي؟
په سیمه کې پاکستان هغه هېواد دی چې په افغان سوله کې مهم رول لري. ولې له یوې خوا په افغانستان کې د هند رول چې په افغانستان کې یې شاوخوا ۴.۲ بلیونه پانګونه کړې، د بېلګې په توګه، د سلما بند، چابهار بندر، د پارلمان ودانۍ جوړولو تر څنګ ځینې نورې غټې او وړې پرمختیايي پروژې پلې کړې دي او بلخوا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو پاکستان دې ته اړ کړی څو نه یوازې د طالبانو؛ بلکې د افغان حکومت او په ځانګړې توګه هغو افغان چارواکو سره چې هند ورسره نږدې اړیکې لري، د افغان سولې په برخه کې مرسته پراخه کړي او په دې توګه هغه وېره چې هند به له افغان خاورې څخه د یاد هېواد پر ضد ګټه پورته کړي، تر یو بریده راکمه کړي.
پاکستان چې وړاندې به یې له افغان حکومت او امریکا څخه د امتیاز اخیستو لپاره پر طالبانو فشار راوړ، مګر دا چې اوس طالبان د پخوا په نسبت د نړۍ په سطحه پراخ ملاتړ او ځانګړې پېژندګلوي لري او پاکستان پر هغوی له فشار واردولو څخه یو څه لرې شوی دی، تر دې چې پاکستان د بین الافغاني خبرو اترو کوربهتوب هم نه شي کولی، یاد هېواد غواړي افغان حکومت او امریکا ته وښيي چې د سولې په برخه کې مرسته کوي او په دې توګه ځان په افغان سوله کې په یو ډول دخیل وګڼي.
بلخوا پاکستان اړ دی څو د CPEC پروژې کامیابېدو لپاره په افغان سوله کې مرسته وکړي، ځکه د یادې پروژې لومړني پرمختیايي کارونه په پاکستان کې تر سره کېږي او په افغانستان کې د ناامنۍ په صورت کې یاده پروژه له خنډ سره مخ کېدلی شي، چې د پاکستان اوسنی کمزوری اقتصادي وضعیت لاپسې کمزوری کولی شي.
د سویلي آسیا په اړه امریکا په خپله پالیسۍ کې هند ته ډېر ارزښت ورکړی، پاکستان اړ دی څو داسې ګامونه پورته کړي چې په افغانستان کې د سولې له راتګ سره د راتلونکي حکومت ملاتړ له ځان سره ولري.
له شکه پرته په افغانستان کې تلپاتې سوله د سیمې هېوادونو له ملاتړ پرته ناممکنه ده، ځکه په سیمه کې د لویو قدرتونو چین او امریکا ګټو د افغان سولې مسئله لاپسې پیچلې کړې ده.
په افغانستان کې تلپاتې سوله د سیمې هېوادونو او په ځانګړې توګه د پاکستان په ګټه ده. که څه هم پاکستاني چارواکي وخت پر وخت پر دې خبرې ټینګار کوي چې ګواکې هند افغان خاوره د پاکستان پر خلاف کاروي، که چېرته پاکستان غواړي دا ډول اندېښنې یې راکمې شي، نو حتمي ده چې د افغان سولې په برخه کې خپل کلیدي رول ولوبوي او که چېرته په افغانستان کې ناامني وي، نو د پاکستان دا ډول اندېښنې به لاپسې زیاتې شي.