د بهرنۍ پالیسۍ د پلی کېدو په موخه دیپلوماتیکې ګومارنې درانه مسئولیتونه او امتیازات لری چې د افغانستان په څېر هیواد لپاره یې مسئولیتونه لازیات او امتیازات باید چی کم وی؛ خو دا خبره له بده مرغه تر ډېره سرچپه ده او زموږ د بهرنیو استازولیو لپاره ګومارنې تر ډېره له وړتیا پرته، د اشخاصو لپاره د امتیازاتو او استراحت په موخه انګېرل کېږی. له همدې امله هر دیپلومات ته د درې کلنې کاری مودې تر ختمېدو ډېره موده مخکی، د دندې پای ته رسېدو خبر ورکول کېږی او پر ځای یې بل تن ګومارل کېږی. دا چی دیپلوماټ بېرته هېواد ته راستنېږی او پکار ده چی د تخصص، تجربې او لېوالتیا پر بنسټ یې د نوې ګومارنې په هکله پرېکړه وشی، په دې هکله هېڅ نه ورته ویل کېږی.
کله چی افغان دیپلوماتان له بهرنیو ماموریتونو هېواد ته راستنېږی په وزارت کې هېڅ آدرس نشته چې له خدمته یې مننه وکړی، هرکلی ورته ووایی، د تجربو، لاسته راوړنو، وړاندیزونو او نظرونو پوښتنه یې وکړی او د نوې دندې په هکله یې خبرې ورسره وکړی. معموله چاره داسی ده چې راستانه شوی دیپلوماتان د میاشتو او آن کلونو لپاره بې دندو، یوازې د حاضرۍ د لاسلیکولو لپاره وزارت ته حاضرېږی، د وزارت په بڼ کې قدم وهی، له همکارانو سره بانډارونه کوی او یا مجبورېږی چې د ننه په وزارت او بهر کې د متنفذو شخصیتونو ته لارې جوړې وکړې چې د پېژندګلوۍ له لارې د بهرنیو چارو وزارت مشرتابه ته غوښتنی وړاندې کړی او بېرته وګومارل شی. دا ډېره عمومی چاره ده خو استثنا لری. ځینې دیپلوماتان د پېژندګلوۍ له لارې بهرنۍ دندې تمدیدوی، له یوه بهرنی ماموریته بل ته ګومارل کېږی او یا هم د اړیکو پر بنسټ کابل ته له راستنېدو سره سم پر دندو ګومارل کېږی. خو دا شمېر وګړی ډېر کم او یوازې د نازولو او لویو کورنیو تر غړو پورې محدود دی.
د زیات شمېر راستنېدونکو دیپلوماټانو ځنډنۍ ګومارنې د بهرنیو چارو وزارت د سیسټم او انسانی سرچینو د مدیریت یوه جدی ستونزه ده. البته نوې نه بلکې له اوږدې مودې راهیسی موجوده خو اوس لا زیاته شوې ده، چی په اوو ټکو کی یې هېواد، سیسټم او انسانی ظرفیت ته زیان د اندېښنې وړ دی.
لومړی، د روحیې ځپل کېدل
له هېواده لیری اوسېدل او دیپلوماتیک ماموریت معمولاً له هېواد سره د مینی او خدمت د روحیې د زیاتېدا سبب کېږی. د افغانستان په څېر هېواد ته، د دیپلوماتانو بېرته راستنېدنه پخپله د هیوادنۍ مینی یو لوی ثبوت دی. خو کله یې چې له خدمت څخه نه مننه او د بېرته راتګ د نه هرکلی ترڅنګ، په وړاندې بې تفاوتی څرګندېږی، په بیروکراسۍ کې یې د وخت ضایع کېدلو هڅی کېږی، د راستانه شوی دیپلوماټ د روحیې ځپلو او نهیلۍ لامل کېږی. دا چاره له خدمت سره د لېوالتیا کچه کموی او د هڅو انګېزه ځپی.
دوهم، د تجربو ضایع کېدل
د درې کلن بهرنی ماموریت په اوږدو کې ترلاسه شوې تجربې چې د هر هېواد لپاره یوه لاسته راوړنه ګڼل کېږی، له ګټی اخیستنی پرته ضایع کېږی. دیپلومات چې له کاری چاپېریال او علمی چارو په میاشتو لیرې پاتې کېږی، د کار له ځنډنی پیل سره ځان بې تجربې او آن نوی احساسوی چی دا د تخصص او مسلکی توب په زیان تمامېږی.
درېیم، د اړیکو له منځه تلل
په بهرنیو ماموریتونو کی، دیپلوماتان د کوربه او نورو هېوادونو د دیپلوماتانو او مهمو شخصیتونو سره کاری اړیکې جوړوی چی د دوه اړخیزو او ګڼ اړخیزو ګډو همکاریو په پراختیا کې دغه اړیکې خورا مهمې وی خو د اوږدې مودې لپاره وزګارۍ له امله هغه اړیکې چې د بېلابېلو انسانی، دیپلوماتیکو او مادی پانګونو په بدل کې ترلاسه شوی وی، کمزوری کېږی او له منځه ځی.
څلورم، د کاری چاپېریال زیانمنېدل
په بهرنیو چارو وزارت کې د لسګونو او آن سلګونو راستنو شویو دیپلوماتانو، بې مسئولیته حضور، ورپېښې ستونزې، راټوکېدلې ګیلې او د مسئولینو او سیسټم څخه مطرح کېدونکی شکایتونه د وزارت او بهرنیو استازولیو پر کاری چاپېریال له اداری او روانی اړخه له اړتیا پرته فشار واردوی. د ګومارل شویو او وزګاره کارکوونکو ترمنځ د اړیکو فضا معمولاً د همکارۍ پر روحیه نه وی ولاړه او په ځینو اړخونو کې غچ اخیستونکې بڼه غوره کوی چې آن د دیپلوماتانو د وقار په زیان تمامېږی.
پنځم، د انسانی او مالی پانګې بېځایه لګښت
کله چې بېرته راستانه شوی دیپلوماتان د میاشتو او یا هم کلونو لپاره په وزارت کې پر دندو نه ګومارل کېږی او د اصولو له مخې بل ځای دنده نه شی اخیستی، د هېواد د یوې لویې مسلکی او لوستې پرګنې ظرفیت ضایع کېږی او یو لوی بنسټ یې له خدمته محرومېږی. په داسی حال کې چې نیمه حکومتی امتیازات چې نسبتاً زیات دی هم ورکول کېږی. دا له یوې خوا د کادری ظرفیتونو د انرژۍ او وخت او له بلی خوا د حکومت د بودجې ضایع کېدل دی.
شپږم، د ګومارنو سیاسی کول
د راستنېدونکو دیپلوماتانو د کورنیو ګومارنو ځنډنی بهیر دیپلوماتان مجبوروی چې له وزارته بهر د لوړپوړو چارواکو، سیاسیونو او یا هم پارلمان او نورو بنسټونو سپارښتونو، جوړجاړیو او فشارونو ته زمینه برابره کړی چې دا چاره مو د بهرنی سیاست د دغه بنسټ او بهرنۍ پالیسۍ د ښه پلی کېدو په وړاندې ستونزې او خنډونه رامنځته کوی. دغه راز د وړ کسانو پرځای د لویو سپارښتنو او واسطو خاوندان وړاندې کېږی.
اووم، په بهر کی د دیپلوماتانو له لوری د پناه غوښتنو زیاتېدل
په بهرنیو چارو وزارت کې د بیا ګمارل کېدو ستونزمن بهیر، هغه لامل دی چې له کبله یې زموږ ډېر دیپلوماتان هېواد ته د راتګ پر ځای په نورو هېوادونو کې پناه اخلی. څو میاشتې د دندې ترختمېدو وړاندې چې دیپلوماتانو ته مکتوبونه لېږل کېږی، په هغو کې یې د کورنیو ګومارنو په هکله هېڅ ډول ډاډ نه ورکول کېږی. دغه د بې باورۍ فضا او چاپېریالی لاملونه ددې لامل کېږی چې زموږ ډېر، په ځانکړی ډول په لوېدیځو هېوادونو کې ګومارل شوی دیپلوماتان بېرته هېواد ته نه راګرځی.
حل لارې او وړاندیزونه:
په بهرنیو چارو وزارت کې د مسلکی او کاری روحیې د پیاوړتیا په موخه پکار ده چې د انسانی سرچینو د مدیریت په موخه د یادو ټولو ټکو منځپانګه، لاملونه او د پایلو اغېز په نظر کی ونیول شی او لکه څنګه چې په بهر کی د استازولیو لپاره ګومارنو ته پاملرنه کېږی، په ورته ډول د کورنیو ګومارنو بهیر له وخت او اړتیاوو سره سم چمتو او پلی شی. په دې برخه کې څلور مهم ټکی د یادولو وړ دی:
لومړی: په وزارت کې دې له اړتیا پرته د سیاسی ګمارنو بهیر ودرول شی چی تر ډېره د لوړپوړو چارواکو د فشارونو له لارې کېږی، چې له یوې خوا د بېرته راستنېدونکو دیپلوماتانولپاره د جذب ظرفیت وساتل شی او له بله پلوه د وزارت تشکیل له پړسوب څخه وژغورل شی.
دوهم: اړتیا ده چی د هر دیپلوماټ د بهرنۍ دندې تر پای ته رسېدو مخکې یې د کاری ساحې، تجربې، مسلکی څانګې اولېوالتیا پر بنسټ، په هېواد کې د دندې په هکله پرېکړه وشی او د دندې د ختمېدو په لیک کې یې پر نوې دنده د ګومارل کېدو یادونه/ ژمنه هم ورسره شریکه شی.
درېیم: د مسلکی دیپلوماتانو او اداری او خدماتی برخو د کارکوونکو بنسټیز بېلوالی په نظر کې ونیول شی او په اړوندو څانګو کې په ګومارل کېدو یې د تخصُص، پیاوړتیا او په ورته وخت کې پر اداری او خدماتی بستونو د دیپلوماتانو له ګومارل کېدو ډډه وشی.
څلورم: د انسانی سرچینو (منابع بشری) د مدیریت په برخه کې د اړوندې څانګې مسئولینو ته دنده وسپارل شی چې د بېرته راستنو شویو دیپلوماتانو د لاسته راوړنو، تجربو، نظریاتو او وړاندیزونو د درناوی په موخه له هغوی سره تفصیلی ناستې وکړی او د معقولو وړاندیزونو اړوند لازم اقدامات وکړی او له راستنېدو سره یې، د کاری روحیې ودې ته پاملرنه وکړی.
دا چاری به له یوې خوا د ګڼو پورتنیو ستونزو په اواری کې مرسته وکړی، له بله پلوه به دیپلوماتان نویو مسوولیتونو ته چمتو کړی. دغه راز به د ډاډمنتیا په زیاتولو، د دیپلوماتانو د راستنولو د ستراتیژۍ رول ولوبوی.