ابن خلدون وايي، معمول دا دی چې هغه ملتونه چې برلاسي وي، پر مقهورو ملتونو يې د دين، فرهنګ او ادب تاثيرات ليدل کېږي. مات شوي او مستعمره شوي ملتونه پر ځان باور نه لري او ورځ په ورځ د برلاسي ملت تقليد کوي. په هر څه کې تقليد. په ژبه کې، په لباس کې، په ارزښتونو کې او د فکر په ډول کې.
پرون چې شورويان برلاسي وو، خلکو روسي ژبه زده کوله، د هغوی د فرهنګ او ارزښتونو زده کړه يې د «افغان وطنپرست آتشین» کېدو اصلي شرط باله، خو چې شوروي سقوط وکړ او امریکا راښکاره شوه، د انګلیسی کورس په هره کوڅه او پس کوڅه کې جوړ شو. اوس د انګلیسی ادب او غربي فرهنګ وخت دی. موډونه هلته جوړېږي او دلته يې تقليد کېږي.
دا طبيعي ده؛ ځکه د زورور سړي هر څه خلکو ته ښه ښکاري. مېډيا له هغوی سره ده، پيسې له هغوی سره دي، زور ورسره دی، ټکنالوژي او هر څه ورسره دي، خو په معاصر تاريخ کې يو څه عجيب دي. هغه په غرب کې اسلام دی. نه يوازې په معاصر تاريخ کې اسلام پر واکمن ځان منلی، بلکې پخوا هم دا کار شوی دی. پخوا هم اسلامي تمدن د خپل منطق او روحانيت په زور دغه عادت چلېنج کړی دی. کله چې په ۱۳مه ميلادي پېړۍ کې چنګېز خان او بیا يې اولادې اسلامي نړۍ ونيوله، سخت قتل او قتال يې وکړ، خو کله چې بېرته دوی خپلو کورونو ته ستنېدل، مسلمانان وو. دا ډېره عجيبه ده چې برلاسی دې د کمزوري او مقهور ملت منطق ومني، خو په اسلامي تمدن کې همداسې شوي او تر نن پورې د چنګېز خان په لمسيانو کې مسلمانان شته.
اسلام په اوسني عصر کې خپله واکمني نه لري، زور نه لري، زر نه لري، مېډيا ورسره نه شته او په ټوله کې مظلوم دی. د اسلامي خلافت له سقوط نه وروسته د انحطاط دوره رسماً شروع شوه، خو بیا هم اسلامي فرهنګ په نورو فرهنګونو تاثير لري. په اروپا کې اسلاموفوبیا يا له اسلام څخه خلک وېرول او منفي تصوير وړاندې کول ښه په شدت او قوت سره له ډېره وخته را په دې خوا فعالیت کوي، خو بیا هم اسلام په همدومره شدت سره هلته خپرېږی. او جالبه بیا دا ده چې د هغوی فيلسوفان، د پوهنتون استادان، هنرمندان او عموماً روشنفکره طبقه مسلمانېږي.
دغه خطر ځينو مستشرقينو درک کړی و. برنارډ لېوېس لسيزې وړاندې دغه اندېښنه څرګنده کړې وه او په يوه مقاله کې یې چې سرلیک يې «اسلام اروپا نيسي» و، له دغه خطر څخه وېره څرګنده کړې ده. دغه راز له جيروسېلم پوسټ اسراييلي رسنۍ سره په مرکه کې چې په ۲۰۰۷م کال کې ترسره شوې، دی وايي چې ډېر ژر ده چې اروپا اسلامي شي، یا اسلام اروپايي شي. په دې مرکه کې لېوېس ډېر اندېښمن ښکاري او وايي چې اروپا پر خپل ځان باور له لاسه ورکړی دی او اسلام ته تسلیم شوې ده. ډېر نور متعصب ليکوال، مخصوصاً يهودان له دې اندېښنه لري.
دا چې په اروپا کې اسلام او مسلمانانو ته نسبتاً آزادي ورکړل شوې وه، د دې لامل د لېبرالېزم ارزښتونه نه دي. د بیان آزادي يا د نظر څرګندولو آزادي دومره مهم ارزښت نه دی چې دوی دې د ځان په قربانۍ له دې تېر شي. حقیقت دا دی چې د دوی باور دا و، چې ماډرن دونیا موږ جوړه کړې، ټکنالوژي زموږ سره ده، پيسې موږ لرو، قدرت موږ لرو، فلمونه موږ جوړوو او مېډيا زموږ په اختیار کې ده، نو طبيعي ده چې زموږ ارزښتونه به خلک مني. د دوی خیال دا و چې د دوی د بیان آزادي به د دوی په ګټه تمامېږي، چې تر یوه حده همداسې شوې ده.
خو د اسلام د منطق لوړوالی او له انساني طبیعت سره يې اړخ لګول دوی له پامه غورځولي وو. دوی دا هم له پامه غورځولي وو چې ماډرن او له خدای څخه پرې شوی اروپايي انسان معنوياتو ته ضرورت لري. هغه خدای ته ضرورت لري، نبي ته ضرورت لري او د معنوي اړيکې شتون ته ضرورت لري او اسلام د دې تشې د ډکولو لپاره تر ټولو ښه حل دی.
همدا ده چې اسلام په اروپا کې ريښې وکړې او د دوی معادله سرچپه شوه. په اروپا کې ستر فيلسوفان لکه روجې ګارودې، رېنې ګيونې، فرېتهوف شوون او نور مسلمانان شول. دغه راز په دغو کې چې مسلمانان شول، مشهور دېپلومانان لکه مراد هوفمان، ژورنالېستان لکه د نيويارک ټايمز ژورنالېست چې محمد اسد ونومول شو… او زښت ډېر فلمي اداکاران، هنرمندان او نور روشنفکران شته دي او ډېره برخه يې فرانسويان هم دي. دا هغه څه دي چې اروپايان يې وارخطا کړي. دوی ورو ورو پوهېږي چې يوازې موږ نه وو چې لېبرال افکار مو دوی ته ترزيق کول، بلکې دوی هم زموږ د ټولنې مهمه برخه يرغمل کړې ده.
همدا ده چې د اسلام پر وړاندې د دوی چلن بدل شوی او ورو ورو به نور هم بدلېږي. اسلاموفوبيا، يا له اسلام څخه د خلکو وېرول او له اسلام څخه ټولنې ته منفي تصوير وړاندې کول، که څه هم له پخوا روان وو، خو اوس به لا هم قوي کېږي. نه يوازې دا چې د اسلام پر وړاندې به له مېډيا څخه کار اخيستل کېږي، بلکې وزارت داخله او استخبارات به هم په دغه کار کې برخه اخلي. يوازې په روان کال کې تر درې سوو ډېر مسجدونه په فرانسه کې په يوه او بل نامه وتړل شول او څو اويا جوماتونه په څو ورځو کې وتړل شول. دغه راز په اتريش کې، په يونان کې او نورو هېوادونو کې دغه کار روان دی.
کله چې اروپايان احساسوي چې د دوی ارزښتونه له طبيعي لارې چلېنج شوي او ځواب نه لري، بیا له زور څخه هم کار اخلي او د دې کار مخه به نيسي. کله چې کمونېزم په شدت خپرېده، هغه مهال هم دوی د کمونېزم له وېرې ډېر داسې کارونه وکړل چې د لېبرالېزم د اصولو خلاف وو او اوس به د اسلام پر وړاندې دا کار کوي؛ ځکه اسلام د منطق له لحاظه او د اروپا اوسنۍ فکري او روحاني ستونزې ته تر ټولو ښې حللارې او نسخې لري.