جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

په ټاکنو کې له بایومېټریک سیستم استفاده او پایله یې

لیکنه: اغاملوک سهار

سپتمبر 24, 2018
in تحلیل
0 0

د ټاکنو کمېسیون پلان لري چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې له کوچنیو بایومېټریک ډیوایسونو(Mini Biometric Fingerprint Scanner) څخه د درغلیو د مخنیوي په خاطر کار واخلي.

لومړی خو دا ښه اقدام دی چې له ټکنالوژۍ څخه په ټاکنو کې کار واخیستل شي. بایومېټریک سیستم څه نوې خبره نه ده. پخوا به خلکو په اسنادونو او کاغذونو باندې رنګ کړې ګوتې لګولې، خو اوس تر ډېره بایومېټریک ډیجیټل شوی. له دغه ډول وړو ډیوایسونو څخه په ترافیکې، بانکي، طبي، اداري برخو او ان سمارټ فونونو کې هم ګټه اخیستل کېږی.

زما په نظر د ټاکنو کمېسیون ځکه دا کار کوي چې له سیاسي اړخونو څخه په دوی فشار دی او دوی د سیاسي ډلو د خولې بندولو لپاره دا اسانه او ښه لاره بللې، ځکه ډېری مخالف سیاسیون بیا په ټکنالوژۍ نه پوهېږي، نو ځکه له دوی سره د دغه سیستم په څرنګوالی بحث نه کوي.

خو په دومره لږ وخت کې د دې ټکنالوژۍ څخه په ملي سطحه ګټه اخیستنه ممکن سخته وي، یا ښه نتیجه ورنه کړي. دلایل یې ډېر دي. لومړی  دلیل یې دا دی چې دا واړه بایومېټریک ډیوایسونه د ګوتو یونیک تصویر اخلي او په ډېټابېس کې یې د هغه کس له معلوماتو او ډېټا سره یو ځای کوي، نو چې ډېټابیس نه وي، څنګه به کېږي؟ یعني لومړی خو دا سیستم زېربنا نه لري، ځکه له مخکې کمېسیون یا په ټوله کې دولت د خلکو بایومېټریک ډېټا نه لري. نو دوی باید په عین وخت کې د خلکو ډېټا را ټوله کړي او هم داسې یو لوی معیاري ډېټابېس رامنځته کړي او هم انټیکرېټ کړي او هم د ډوپلېکېشن یا نورو ستونزو مخه ونیسي.

غوره خو دا وه چې لومړی باید د خلکو معلومات ډیجېټل شوي وای. لنډ مثال یې د کانکور دی. لومړی زده کوونکي کانکور ته ثبت نام کوي او وروسته بایومېټریک کېږي. لومړی خو له تخنیکي اړخه چې دا سیستم معیاري وي او د ټاکنو تر تر سره کېدو هم یوه میاشت وخت پاتې وي، نو ستونزمنه ده او دا ډیوایسونه په یوازې سر درې څلور کاره نه شي کولای او یا که یې کوي، نو په معیاري بڼه نه کېږي. د کارکوونکو روزل خو لا پر ځای پرېږده.

دویم د انتخاباتو په ورځ په ټولو انتخاباتي سایټونو کې دا ټول ډیوایسونه یو او بل سره انټکرېټ کېدای نه شي. يو د انټرنېټ ستونزه ده او بل ډیوایسونه کوم مرکزي انلاین سرور نه لري او که یې ولري هم، بیا ټول خلک دلته راجسټر نه دي او افلاین هویت پېژندنه ناممکنه ده چې په هغه لحظه کې یې په اتومات ډول چک کړي چې شته یا نه یا یې رایه ورکړې کنه؟ يعنې د ټاکنو په ورځ دی د یو کس د څو وارې رایې اچونې مخه نه نیسي. وروسته به دا ټوله ډېټا سره یو ځای کېږي، هغه هم د یو مرکزې سیستم په وسیله بیا به سمې، باطلې، یو ځلي او څو ځلي رایې معلوموي. هغه هم که دا ډیوایسونه ټول راټول شي او د هغې ورځی تر پایه کار وکړي.

درېیم، نه پوهېږم د دې ډیوایسونو ډېټا راټولولو سيستم او څرنګوالی څه ډول دی؟ معمولاً بایومېټریک یو سیستم ته د ننوتلو، پېژندلو، خوندیتوب، پیسو لېږلو، جرایمو په کمولو، بګرونډ چکولو، امنیت او د یو چا د هویت د معلومولو لپاره کاريږي. که په معیاري او خوندي بڼه نه وي، نو نه یوازې چې اوس به مو درد دوا نه کړي، بلکې د دې برعکس پایلې به ولري.

اېس ډي کي یې په کومه ژبه کې ده؟ معمولاً د بایومېټریک د ډیوایسونو سافټویرونه او اېس ډي کي یې په C, C++, Java, C# .net او نورو ژبو کې وي، که ایس ډي کي یې او نور پلټفارم یې په جاوا ژبه کې وي، نو دا ډېټا به د برېښنایې تذکرو په سیستم کې هم په درد وخوري، ځکه د برېښنایې تذکرو د بایومېټریک سیستم هم په جاوا بایومېټریک کې دی، کنه دا ډېټا به بیا زموږ په درد ونه خوري، بلکې ممکن ستونزې هم جوړې کړي.

څلورم، دا ډيوایسونه څو ډولونه لري. ځینې په رڼا کې ښه کار کوي او ځینې په تیاره کې، ځینې یې د لندو، خوږ، سوو، سولېدلو او چټلو ګوتو په سکن کولو کې ستونزې لري. له ما نه د بي بي سي خبریالې دا پوښتنه وکړه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکو موږ سره په مرکه کې ویلي چې موږ د یو کس ټول بایومېټریک په څلوېښت ثانیو کې اخیستلی شو، ستاسو په نظر دا ممکنه ده؟ ما ورته وویل فنګرپرېنټ سکن د یوي ثانیې کار دی، خو دلته یوازې د ګوتو سکن نه دی، بلکې د یو کس په اړه معلومات لکه نوم، د پلارنوم، د تذکرې نمبر… د رایې پاڼې نمبر او دې ته ورته نور معلومات دي چې ممکن د هر کس د نوبت او ثبت او سکن یې څو دقیقې وخت ونیسي، کنه نو دوی څنګه معلوموي چې کوم کس څو ځلي رایه اچولې؟ کله چې دا ټول وشول بیا بایومېټریک ورته ویلی شو. کنه یوازې د ګوتې سکن ته فنګرپرېنټ ویل کېږي. که چېرې د یو رایه ورکوونکي ګوته خوږ، خیرنه یا بله جلدي ستونزه ولري، یوازې د ګوتو سکن یې څو دقیقې وخت نیسي. کله کله دا کار نه کېږي او د نورو هویتي معلوماتو ثبت خو لا پرېږده.

پنځم، که چېرې دا سیستم دوی له نن څخه وروسته یا له تېرو دوو اونیو څخه را په دې خوا راوړي او شاوخوا په دې یوه میاشت کې یې اماده کوي، نو دا هغه ډیوایسونه دي چې زه یې خپل دفتر ته، بل یې روغتون ته او بل یې بانک او یا بل څه ته اخلي. یعني دا یو کسټومایز او ځانګړي څه نه دي. معمولاً کله چې دولت یو څه اخلي، نو د عام بازار په نسبت یې اړوند چارواکي ورته څو برابره په لوړه بیه اخلي. ممکن یو لوی دلیل یې اداري فساد وي او بل دوی دا سیستم په دویم او کله کله په درېیم او څلورم لاس اخلي، خو د دغه هر ډیوایس بیه له ۴۵ ډالرو څخه پیلېږي او ممکن لوړه بیه یې د زر ډالرو په شاوخوا کې وي.

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In