معلومه خبره ده چې هر انسان (نر او ښځه)، احساسات او عواطف لري چې باید ورته احترام وشي. که د غوسې په وخت کې د خپلې مېرمنې خبرې ور پرې کړی او منعه یې کړی؛ په اصل کې مو د هغې احساساتو ته درناوی نه دی کړی. لکه په لاندې ډول:
– ستا اندېښنه بې معنا ده
– ستا غوسه ما ته بې ارزښته ده
او…
کله چې د مقابل کس احساساتو ته درناوی نه کوو، په اصل کې هغه لا ازرده او غوسه کېږي. ډېری وخت داسې هم کېږي چې مقابل کس د زیاتې غوسې له امله له تاسو څخه لرې شي او بیا به هېڅکله هم ونه شی کولای چې خپل یې کړی.
دا خبرې ستاسو د ژوند خوند او رنګ له منځه وړي او ژوند مو پر یوه زندان بدلوي. که خدای مه کړه کله مو په ژوند کې یو بل ته د سختو خبرو په وسیله منځ درز پیدا شو، نو هیله ده چې یو بل ته بښنه وکړئ، څو یو بل له لاسه ورنه کړئ.
په ارامۍ سره خبرې کول، د یو بل ستونزو ته په پوره دقت سره غوږ نیول او یو بل ته بښنه کول، دې ستونزو ته د حل تر ټولو ښه لاره ده.